ختیځ کې د ګډو اقتصادي پرمختګونو په اړه د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشوه

ختیځ کې د ګډو اقتصادي پرمختګونو په اړه د لوړ پوړو چارواکو غونډه وشوه

د ننګرهار، کونړ،لغمان او نورستان ولایتونو د ګډ اقتصادي پرمختګونو په موخه د یادو ولایتونو د والیانو،په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر شاد محمد څرګند، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب الرحمن کریمي،د ټولګټو او کرنې وزارتونو مرستیالانو او یو شمیر نورو مسؤلینو ترمنځ په کونړ ولایت کې ګډه د همغږۍ غونډه وشوه .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل،د ختیځ زون په کچه په هر ولایت کې د ابادۍ چارې د نورو ولایتونو په پرمختګ مثبت تاثیر کوي .
هغه زیاته کړه،د ختیځ په ځانګړي ډول د ننګرهار په کچه امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی او لازمه ده،چې د اقتصادي پرمختګونو لپاره په کې چارې ترسره شي، نوموړي د ولسمشر څخه مننه وکړه،چې ننګرهار ته یې وروستیو کې ځآنګړې پاملرنه کړې او د خلکو څخه یې هم قدرداني وکړه،چې په مرسته یې وروستیو کې ګڼ شمبر پرمختګونو ته زمینه برابره شوې ده .
ښاغلی میاخیل وایي، د بشري امنیت لپاره زیربنایي چارې مهمې دي او په پلې کېدو سره یې کاري فرصتونه زیاتیږي،چې له امله یې د جګړې،تروریستي،جنایي او نورو پېښو مخنیوی کیږي .
د کونړ والي عبدالستار میزکوال د خبرو پر مهال د اوبو د مهارولو،ځنګلاتو ،کانونو او یو شمیر نورو برخو کې ختیځ په ځآنګړي ډول کونړ ولایت ته د پاملرنې غوشتنې وکړې.
د لغمان والي محمد اصف ننګ د ختیځ په کچه د کابل ـ جلال اباد، نورستان ـ کابل، نورستان،کونړ او ننګرهار لویو لارو،بندونو او یو شمیر نورو ګډو پروژو ته د پاملرنې ترڅنګ وویل، په لغمان ولایت کې د ۲ زره هټیو لرونکي زراعتي مارکیټ او په دوه زره جریبه ځمکه کې د ۳ سوه فابریکو په ظرفیت صنعتي پارک جوړیدو لپاره پنځه کلن پلان لري،چې د ختیځ په کچه په کې ټول پانګونه کولای شي .
په زیربنایي چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر شاد محمد څرګند د ختیځو ولایتونو د مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ له امله ستاینه وکړه او زیاته یې کړه،چې په دې ولایتونو کې ګڼ اقتصادي فرصتونه شتون لري .
هغه زیاته کړه،په زیربنایي چارو به د کونړ،لغمان،ننګرهار او نورستان لپاره کار ترسره کړي،ترڅو خلکو ته کاري زمینه برابره او په بېلابېلو برخو کې اقتصادي پرمختګ ترسره شي.
د یادې غونډې په څنډه کې مسؤلینو د کونړ سیند دواړو غاړو ته د څه باندې یو میلیار افغانیو په مالي لګشت د استنادي دیوال د جوړولو چارې هم په رسمي ډول پیل کړې .




t