تېرو ۳ میاشتو کې د نیشه یي توکیو ۲۵۰ قضیې څېړل شوي

تېرو ۳ میاشتو کې د نیشه یي توکیو ۲۵۰ قضیې څېړل شوي

له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز وایي، چې د روان کال په لومړیو درې میاشتو کې، د تدقیق او څېړنې په موخه د نشه یي توکو د قاچاق ۲۵۸ قضیې؛ دغه مرکز ته رسېدلې دي.
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند، خالد موحد، د سه شنې په ورځ د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل: له نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو د مسکراتو او نشه یي توکو د قاچاق د ۲۵۸ قضیو په تړاو، ۳۲۱ تنه نیولي او د څېړنو په موخه یې له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته لېږلي دي.
موحد زیاته کړه، د عدلي او قضایي مرکز د تدقیق، بررسۍ او لابراتوار مدیریت یادو قضیو ته تر رسېدنې وروسته، ټولې دوسیې او شکمن کسان د زیاتو څېړنو په موخه له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز، ځانګړې څارنوالۍ ته استولي دي.
هغه وویل، د روان کال د لومړیو درې میاشتو په اوږدو کې له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د ابتداییه محکمې لخوا، ۲۹۳ تنو ته له یوه کال څخه تر ۳۰ کلونو پورې د بند سزا اورول شوې ده.
همدارنګه له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د استیناف محکمې د ۱۴۸ قضیو په تړاو، ۲۰۲ تنو ته د بېلابېلو تنفذي بندونو سزا اورولې ده.
دغه راز له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز د استیناف او ابتداییه محکمو؛ د الزام د کافي دلایلو د نشتون له امله د عامه خدمتونو د ۱۰ مؤظفینو په ګډون، ۱۸ تنو ته برائت ورکړی دی.
له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې د عدلي او قضایي مرکز ویاند وویل: د تېرو درې میاشتو په اوږدو کې له نشه یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې د استیناف محکمې تر پرېکړې وروسته، د سترې محکمې د عامه امنیت دېوان لخوا د ۹۴ قضیو په اړه پرېکړې بشپړې شوې دي.
پولیسو د ۲۵۸ قضیو په تړاو د یو شمېر کسانو پر نیولو سربېره، څه باندې ۶۳۰ کیلوګرامه هیروئین، ۸۶ کیلوګرامه مورفین، څه باندې ۲۴۰۰ کیلوګرامه تریاک، څه باندې ۳۶۰۰ کیلوګرامه چرس، نیږدې ۴۵۰ کیلوګرامه ښیښه، زرګونه کیلوګرامه د K ټابلېټونه، زرګونه کیلوګرامه جامد کیمیاوي توکي، الکولي مشروبات او تیزاب، کشف او ضبط کړي دي.
د یادونې وړ ده چې د ۱۳۹۷ کال په وروستیو درې میاشتو کې د هېواد په کچه په ټولیزه توګه د مسکراتو او نشه یي توکو د جرمونو د ۱۸۶ قضیو په تړاو، ۲۳۰ تنو له مسکراتو او نشه یي توکو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ته د رسېدنې په موخه مراجعه کړې ده.
#




t