هند: راجستان کي جعلي ډاکتر ونيول سو

هند: راجستان کي جعلي ډاکتر ونيول سو

عزت الله ذکي

د هندوستان ټايمز د خبر له مخي، د هند په راجستان ايالت کي پوليسو هغه جعلي ډاکتر نيولی، چي د بل ډاکتر له اسنادو څخه يې غير قانوني استفاده کوله.

دغه ٤٤ کلن جعلي ډاکتر له هغه اسنادو څخه په غير قانوني ډول استفاده کوله، چي په ٢٠١٤م کال کي له يوه رسمي ډاکتر څخه په رېل پټلۍ کي پاته سوي وه.

ځايي پوليسو ويلي،نيول سوي جعلي ډاکتر وروسته موندلي اسناد په خپل نوم کړي او له دې لاري يې يو لک هندۍ روپۍ هم ترلاسه کړي دي.



روغتيا سيمه او نړۍ
t