کرکټ بورډ: کرکټ د ټولو لپاره د بدخشان د غرونو پر څوکو

کرکټ بورډ: کرکټ د ټولو لپاره د بدخشان د غرونو پر څوکو

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ددې ادارې د رسنیو څانګې استازي د (کرکټ د ټولو لپاره) پروګرام ترسره کولو په پار دا ځل د بدخشان ښکلي او غرني ولايت ته تللي وو.

ددې سفر موخه خلکو ته د کرکټ اړوند په بیلابیلو برخو کې عامه پوهای ښودل شوی دی.

دا سفر د یوې اوونۍ په موخه ترسره شوی چې تازه پای ته رسیدلی دی.

سرچینه وايي، د سفر په ترڅ کې یې د یاد ولایت د کرکټ مینه والو، ځوان لوبغاړو، د ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو او قومي مخورو ته د افغانستان کرکټ ادارې، لوبغاړو، نړيوال کرکټ، د ملي لوبډلې لوبغاړو، د ملي لوبډلې د چټک پرمختګ او ګڼو لاسته راوړنو په تړاو عامه پوهاوی ورکړل شو.



کرکټ د ټولو لپاره بدخشان
t