د جګړې شدت؛ د کابل عاجل روغتون د شپې له لسو تر شلو زخميان بستروي

د جګړې شدت؛ د کابل عاجل روغتون د شپې له لسو تر شلو زخميان بستروي

د افغانستان په ناپايه او نامعلومه جګړه کي د ولسي او غير نظامي مرګ ژوبلي شمېره ورځ تربلي ډېريږي.

د آرقامو له مخي، په هيواد کي يوازي په تېر ٢٠١٨م کال کي ١١زره ملکيان او غير نظامي کسان وژل سوي دي.

تر ٢٠٠١م کال راوروسته بل هېڅ وخت طالبان دومره توانمند نه وو ښودل سوي، ددې باوجود متحده ايالات او افغان حکومت هم د طالبانو سره د سولي په مذاکراتو کي واضح دريځ نه ښيي.

کابل چي د افغانستان پلازمېنه او د هيواد تر ټولو باآمنه ښار ياديږي، د تېر کال د چاودنو او ځان وژونکو بريدونو نيمايي برخه په دغه ښار کي ترسره سوي دي.

د کابل عاجل روغتون چارواکو ويلي، د شپې له لسو تر شلو د جګړې زخميان بستروي، ددغو پېښو د قربانيانو زياته برخه د کابل عاجل روغتون ته انتقاليږي، کوم چي د جګړې د زخميانو لپاره اصولاً جوړ سوی دی.



افغانستان جګړه قربانیان
t