د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ټاکنو اوسولې پروسې ملاتړ وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ټاکنو اوسولې پروسې ملاتړ وکړ

ولسمشر غني نن غرمه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره وکتل  او د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تحرکاتو او ظرفیت د زیاتوالي، د دوه اړخیزو اړیکو د همغږۍ او همسویۍ، سولې پروسې او د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو ټاکنو په اړه یې هر اړخیز بحث وکړ.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې په دې کتنه کې چې په دلګشا ماڼۍ کې وشوه، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو کې د تحرک او ظرفیت د زیاتوالي قدرداني وکړه او زیاته یې کړه، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستیو میاشتو کې له ځانه ښه توانایي ښودلې.

همدارنګه جمهوررئیس غني او د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو حکومت تر منځ د همغږۍ او همسویۍ کچې پر زیاتوالي خوښي څرګنده کړه.

جمهوررئیس محمداشرف غني د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، د افغانستان حکومت او بین المللي همکارانو د افغانستان د څلوېښت کلن سیاسي بحران د حل په خاطر خپل نیت، اراده او چمتووالی ښودلی او اوس د دې وخت را رسېدلی چې طالبان او د هغوی ملاتړي هم دغسې چمتووالی وښیي.

د هیواد جمهوررئیس  د افغانستان د سولې پروسې په خاطر د امریکا متحدو ایالتونو حکومت دکوښښونومننه وکړه او زیاته یې کړه، غوره ده دوست هیوادونه او بین المللي شریکان له پراګنده او انفرادي کوښښونو څخه ډډه وکړي. جمهوررئیس غني زیاته کړه، د افغانستان د سولې په اړه په منسجمه او متحدانه ډول د کوښښونو او پیغامونو ترسره کول به پایله لرونکي وي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله چې په دې کتنه کې یې هم حضور درلود، وویل، ټول افغانان په هیواد کې د تلپاتې سولې غوښتونکي دي، اما دا سوله باید د ارزښتونو او هغو لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو په مانا نه وي چې د افغانستان د خلکو د قربانیو په پایله کې ترلاسه شوې دي.

مایک پمپیو څرګنده کړه، د امریکا متحدو ایالتونو حکومت د سولې پروسې او د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو چې د روان کال په تلې میاشت کې ترسره کېږي، ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.

د هیواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، د شفافو، ټول شموله او عادلانه  ټاکنو د تضمین په خاطر  دوست هیوادونه او بنسټونه نه یوازې خپل څارونکي زیات کړي، بلکې د ټاکنو له شریکانو سره رغنده همغږي هم ولري.



t