د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ زنځیري پروګرام پیلیږي

د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ زنځیري  پروګرام پیلیږي

د ننګرهار،کونړ،لغمان او نورستان ولایتونو په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د اسیا پراختیایي بانک له لورې د ۷۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ زنځیري ارزښت پراختیا پروګرام پیل کیږي.
د یاد پروګرام د ختیځ زون مسؤل محمد یعقوب ګلزي د ننګرهار اقتصاد رئیس غلام الله افغانیار سره د لیدنې پر مهال د یاد پروګرام په اړه مالومات شریک کړي،چې په وینا په د کوچنیو او لویو متشبثینو او بزګرانو سره د سبزیجاتو په برخه کې به کار وکړي .
همدا راز به د یاد پروګرام له لارې د ۱۰۰څخه ۵۰۰ میټریک ټنه سړې خونې جوړې او متشبثینو ته د ټاکل شوو معیارونو له مخی د ۵۰ سلنې ونډې په ورکړې د سل زرو څخه تر یو میلیون ډالرو مرسته وکړي .




t