د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې يو تقوا لرونکی ځوان

د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې يو تقوا لرونکی ځوان

وایي چې !!
د حضرت عمر (رض) د خلافت په وخت کې په مدینه منوره کې یو زاهد او تقوی داره ځوان وه ، چې هر وخت به په ډېره مینه او علاقه هر سهار نبوي مسجد ته د احادیثو د زده کړې لپاره حاضر وه ،
دې زلمي سره حضرت عمر (رض) خاصه مینه او محبت درلوده، هر وخت به یې پوښتنه کوله حال او احوال به یې ورڅخه پوښته ،

د دې ښائسته ځوان د کور او نبوي مسجد تر منځ په لاره کې د یو چا کور وه ، چې ده به د همدې کور تر خوا تګ راتګ کاوه.

په دې کور کې یوه ښځه وه، چې تل به یې له دې ځوان څخه ناوړه غوښتنه کوله ، خو ده به هر وخت ترې انکار کاوه،

بالآخره يوه شپه یې خطا ویست او ځان سره یې کور ته روان کړ، کله چې دا زلمی کور ته ورننوت، د قرآن کریم دا آیت ذهن ته ورغی،

(إن الذين اتقوا اذا مستهم طائف من الشيطان). “د اعراف سورت”

په ډېره تېزۍ سره په داسي حالت کې له کوره ووت، چې ټول ځان یې لړزېده، کله چې خپل کور ته ننوت، سم له لاسه بې هوشه پرېووت، کله چې په هوش راغی، پلار يې د حالت پوښتنه وکړه، چې دا ولې؟

زلمي ټول جریان پلار ته ووايه او بیا بې هوشه شو، تر دې چې بیا په هوش رانغی او خپل روح یې د حق داعي ته وسپاره ، خپلو خپلوانو یې غسل ورکړ او قبر کې یې خښ کړ.

کله چې سهار حضرت عمر (رض) له دې کیسې خبر شو، د دې زلمي کور ته ورغی او د ده پلار او نورو خپلوانو ته یې ډاډګیرنه ورکړه. او د زلمي د قبر خوا ته ورغی، د ده نوم یې واخست او ورته یې وویل: ای فلانیه!

(ولمن خاف مقام ربه جنتان).

له قبره بېرته ځواب ورکړل شو، ای عمره! الله (ج) دا دواړه جنتونه ما ته راکړل.
دا واقعه په (تفسیر ابن کثیر ۲۹۷/۲) کې ذکر شوې ده.

الله پاک دې موږ ټولو ځوانانو ته همداسې ژوند را په برخه کړي.

سيد رفيع الله قلم




t