پکتيا: ۲۹ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

پکتيا: ۲۹ پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

پکتیا: په احمدآبا ولسوالي کې د کلیو پراختیا ریاست د ولسي تړون پروګرام له لارې ۲۹ پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې او د ۴۸ ملیونه افغانیو په ارزښت د ۳۹ نورو پروژو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي د ولایتي شورا د ریس عبدالمالک ځاځي، ملي امنیت ریس تورن جنرال قدرمحمد قدر، امنیه قوماندان سمونوال محمد عثمان جانباز، د کلیو پراختیا ریس انجینر فضل هادي عاصم، د علماو شورا ریس قاري خواجه دین حقبیان او د ولایتي ادارې یو شمېر نورو مسؤلینو یې ملتیا کوله احمدآبا ولسوالي ته سفر وکړ او هلته یي په ولسي غونډه کې تر ګډون وروسته د ۳۹ پروژو ډبره کېښوده.

د غونډې په پیل کې د احمدآبا ولسوال ښاغلي حضرت محمد رودوال ښاغلي والي او نورو چارواکو ته تر ښه راغلاست وروسته د ولسي تړون پروګرام په اړه د غونډې ګډونوالو ته مالومات ورکړل، ښاغلي ولسوال وویل چې په احمدآبا ولسوالي کې د ولسي تړون پروګرام ۶۲ پرمختیایي شوراګانې جوړې شوي چې له دې جملې ۴۱ شوراګانو خپلې پروژې انتخاب کړي دي.

«د کلیو پراختیا ریس انجینر فضل هادي عاصم د شورا ګانو غړو ته په خطاب کې وویل چې له ټولو شوراګانو څخه په انتخابي ډول د کلستر شورا جوړېږي چې د ولسوالي په کچه به غټې پروژې پلي کوي، ښاغلي ریس د شوراګانو له غړو وغوښتل چې دې شورا ته داسي کسان انتخاب کړي چې حد اقل سواد ولري او د پروژو پلي کولو ته کافي وخت ولري.»

د ولایتي شورا ریس ښاغلي عبدالمالک ځاځي او وکیل سخي جان وفایار د ولسي تړون پروګرام له مسؤلینو د مننې تر څنګ له خلکو وغوښتل چې په خپلو کلیو کې د پروژو پلې کېدا له کیفیت څخه ښه څارنه وکړي او د انتخاب شویو پروژو په ښه تطبیق سره د نورو نویو پروژو منظوري ته لاره هواره کړي.

«پکتیا والي ښاغلي شمیم خان کټوازي د سولې او ټاکنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د ټول ولس د غوښتنې مطابق جلالتمآب ولسمشر د سولې لپاره تر بل هر وخت زیاته پاملرنه کړي ده او ستاسي هر یو ددې حق او صلاحیت لرئ چې په خپلو سیمو کې له وسله والو مخالفینو سره خبري وکړئ او په محلي کچه د هغوی قوماندانان او جنګیالي سولي ته وهڅوئ، ښاغلي والي وویل چې دولت په هغو مخالفینو فشار زیات کړی دی چې تر اوسه یي سولې ته لېوالتیا نه ده ښودلي. ښاغلي والي له خلکو وغوښتل چې د ټاکنو اړوند د رایي وکوونکو د نوم لیکنې له تقویتي پروسې څخه ملاتړ وکړي او ټول هغه نارینه او ښځینه چې د اتلس کلنۍ عمر یې پوره کړی دی او د رایي کارتونه نه لري نوم لیکنه وکړي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې له رایه ورکولو محروم نه شي.»

ښاغلي والي د هیواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د را رسېدو په مناسبت وویل، د خپلواکي ورځ په ملت پوري اړه لري او سږ کال د نورو کلونو په پرتله حکومت ددې ورځي لمانځلو ته ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي دي ښاغلي کټوازي له خلکو وغوښتل چې د اسد د میاشتي په ۲۸مه د خوښۍ پروګرامونه جوړ کړي او دا ورځ نوي نسل ته د ازادي، یووالي او ورورولي د ورځې په حیث ور وپېژني.
د غونډې په پای کې د پټۍ په پرې کولو سره د ولسي تړون ۳۹ پروژې پرانستل شوې.




t