ته په جنازه کې خاندې؟

ته په جنازه کې خاندې؟

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه یو سړی ولید، چې په جنازه کې یې خندل.
ابن مسعود رضي الله عنه ورته وویل:

“ته په جنازه کې خاندې؟

زه به له تاسره په ټول عمر خبرې ونه کړم.”

[الزهد للإمام أحمد بن حنبل (٨٨٨)].

أعمش رحمه الله فرمایي:

موږ په یوې جنازې کې ګډون وکړ.

خو په دې نه پوهېدلو، چې چاته ډاډګېرنه ورکړو.

ځکه ټولو ژړل.

او ژړا یې پر مړي باندې نه وه.

بلکه؛ ټولو پر خپلو ځانو ژړل.

یعنې: (له هر یوه سره دا غم او فکر ؤ، چې موږ به هم یوه ورځ داسې مرو، او الله خبر چې څه به راسره کېږي).

[العاقبة في ذكر الموت والآخرة (الإشبيلي ص – ۱۵۴)]

لیکنه: غلام عمر عبد الله.

الله تعالی دې زمونږ او ستاسې پر حال رحم وکړي! آمین..




t