د خپلواکۍ سلمې کليزه ته ميليونونه افغانۍ ځانګړې شوي؛ په اړه يې نيوکې راپورته شوي

د خپلواکۍ سلمې کليزه ته ميليونونه افغانۍ ځانګړې شوي؛ په اړه يې نيوکې راپورته شوي

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو د جشن لپاره په ټول هېواد کې ميليونونه افغانۍ ځانګړې شوي دي. په ډېری ولايتونو کې سر له اوسه تدابيري غونډې او چمتووالي نيول شوي دي.

د رسنيو د راپورونو په حواله ۳۸۴ ميليونه افغانۍ د خپلواکۍ جشن لپاره ځانګړي شوي دي ترڅو ولګول شي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستيال محمد اصف صديقي وايي، د ياد جشن لپاره ډېر لګښت ته اړتيا شته، د ده په خبره دا يوه ملي ورځ ده.

بل پلو د يادې جرګې منشي عبدالله قرلق وايي، هېواد کې اقتصادي ستونزې، فقر او بېوزلۍ ته په کتو سره اړتيا نشته چې په دومره لوړه کچه لګښت وشي.

هغه رسنيو ته ويلي:

«دا د افغانستان له خلکو سره ظلم دی، ځکه اوس مهال زموږ د ټولنې خلک له زيات اقتصادي ستونزو او بېوزلۍ سره مخ دي، نو پکار نه ده دومره ډېر مصرف وشي.»

افغان حکومت د استقلال د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې د جشن لپاره څه باندې ۳۸۴ میلیونه افغانۍ ځانګړې کړې دي.

ماليې وزارت وايي، دا پيسې د خپلواکۍ د بېرته اخيستلو جشن لپاره د ولسمشر په سپارښتنه تيارې کړي دي

د ياد وزارت وياند شمروز مسجدي رسنيو سره خبرو کې ويلي دي، که يادې پيسې د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت په مناسبو ځايونو کې مصرف شي نو پر ځای به وي.

د خپلواکۍ د بېرته اخيستو د سلمې کليزې د کمېټو مسؤلين وايي، د حمل له لومړۍ نېټې د اسد تر ۲۸ يادې پيسې ۱۱۲ لويو او کوچنيو پروګرامونو باندې لګول کېږي.

د يادو کمېټو د انسجام مرستيال فريدون الهام رسنيو ته ويلي دي، د خپلواکۍ د جشن لپاره يې په لوړه کچه ترتيبات نيولي دي.

هغه رسنيو ته ويلي:

“موږ پلان لرو چې د اسد د ۲۸مې نېټې د جشن په اړه د ایفل په څلي کې د ۳ دقیقو لپاره یوه وېډیو خپره شي چې د افغانستان استقلال د هېواد له پولو بهر وي یا په برج خلیفه کې او سربېره پر دې په یوه اوونۍ یعنې د اسد له ۲۰مې نه تر ۲۸مې پورې د ګوګل د لوګو بدلول دي. همدارنګه ځیني نور پروګرامونه.”

د افغانستان خپلواکي په ۱۲۹۸ لمریز کال کې چې له ۱۹۱۹ میلادي کال سره سمون خوري بېرته واخیستل شوه.



t