شپنيو عملياتو کې ملکي مرګ ژوبله او اندېښنې

شپنيو عملياتو کې ملکي مرګ ژوبله او اندېښنې

د بهرنيو ځواکونو او افغان حکومت لخوا د شپنيو عملياتو پر مهال ملکي مرګ ژوبلې اندېښنې پيدا کړي دي.

په ډېری ولايتونو کې په دې وروستيو کې د چاپو او عملياتو پر مهال ګڼو ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د افغانستان دفاع وزارت وياند وايي، حکومت په دې برخه کې ډېر دقت کوي او تر مالوماتو راټولولو، کشف او څېړنې وروسته عمليات کوي.

زبير عارف رسنيو ته ويلي دي، کله چې دوی سيمه تثبيت کړي بيا عمليات کوي.

په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له خوا د حکومت د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره د شپې عملیاتو له زیاتوالي سره هم مهاله دغه عملیات د ملکي مرګ ژوبلې له امله له غبرګونونو هم مخ دي.

چارواکي وایي شپني عملیات د حکومت د وسله والو مخالفانو په مهمو پټنځایونو، روزنځایونو، مشرانو، اقتصادي سرچینو، بندخونو او نورو تاسیساتو ترسره کیږي.

په ټوله کې د شپنيو عملياتو پر مهال ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې، افغان حکومت هم په دې اړه څو – څو ځل غوښتنه کړې چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره دې جدي کار وشي.



t