په خوست ولایت کې د چاپيريال ساتنې ولمانځل شوه

په خوست ولایت کې د چاپيريال ساتنې ولمانځل شوه

د خوست ولایت د چاپېریال  ساتنې ریاست د ولایت مقام په همکارۍ د پراخې غونډې په ترڅ کې د چاپېریال ساتنې نړیواله اونۍ، د اداري کمپلېکس د غونډو په تالار کې د عامه پوهاوي په موخه ولمانځله.

په دغو مراسمو کې د خوست والي محمد حلیم فدایي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس، دګڼ شمېر اړوندو ادارو رئیسانو، د پوهنتون استادانو، علمای کرامو، ولسوالانو، قومي مشرانو او مدني ټولنو استازو ګډون کړی وو.

په پیل کې ښاغلي فدایي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د چاپېریال ساتنې د اهمیت په اړه یې وینا وکړه، نوموړي وویل:  ځنګلونه د هېواد ملي شتمني ده او قطع کول یې لویه فاجعه رامنځته کوي چې په دې وروستیو کې په مختلفو ولایتونو کې د ځنګلونو وهل په ډېره بې رحمۍ سره ادامه لري.

خوست والي د ځنګلونو د پرېکولو په برخه کې د دولتي او ولسي وګړو همکاري اړینه وبلله؛ همدا راز د ټولو ادارو له مسوولینو ېې غوښتنه وکړه، چې په انکشافي پروژو او فعالیتونو کې چاپېریالي قوانین پلي کړي؛ ترڅو د ناوړه چاپېریالي اغېزو د رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

ور پسې د خوست ولایت د چاپېریال ساتنې رئیسې نادرې هیلې د موضوع په تړاو وینا وکړه او چاپېریال ساتنه یې د ټولو دنده وبلله.

د علماوو شورا رئیس مولوي شاه محمود محمدي هم، د اسلام له نظره د چاپېریال پاک ساتلو په تړاو خبرې وکړې، او ژمنه یې وکړه چې د منبرونو له لارې به د اسلام له نظره د چاپېریال ساتنې په تړاو خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي.




t