شارخ خان نويو فلمونو کې زيات کار نکوي

شارخ خان نويو فلمونو کې زيات کار نکوي

د هندي سېنما وتلی ستوری شارخ‌ خان چې د بالېووډ په پاچا هم مشهور دی، په نویو فلمونو کې د ډېر کار نه کولو وجه په ډاګه کړه.

هندي رسنیو د شارخ‌ خان په حواله زیاته کړې، د زېرو فلم له ناکامېدو وروسته ورته نه په کوم فلم کې د کار کولو وړاندیز شوی او نه‌ دی لېواله دی چې په نږدې وخت کې پر نوي فلم کار پیل کړي.

د بالېووډ پاچا وړاندې زیاته کړې، د زېرو فلم له ریلیز کېدو وروسته درې یا څلور میاشتې وروسته ډېر زیات بوخت و، خو په وینا یې اوس یې ورته زړه اجازه نه ورکوي چې په بل فلم کې کار وکړي.

هغه زیاتوي، داسې غوره ګڼي چې ځان‌ ته هم وخت ورکړي، فلمونه وګوري، کیسې واوري او کتابونه مطالعه کړي او له خپلې کورنۍ او دوستانو سره وخت تېر کړي.

شارخ خان داسې هم ویلي چې زوی یې اریان خان په نږدې وخت کې زده‌کړې بشپړوي او په نویو فلمونو کې د نه کار کولو یوه دلیل یې دا هم ذکر کړی چې خپل ډېر وخت د خپلې کورنۍ له غړیو سره تېر کړي.



t