پنجشېر ولایت کې د چاپيريال ساتنې اونۍ او خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه

 پنجشېر ولایت کې د چاپيريال ساتنې اونۍ او خپلواکۍ سلمه کلیزه ولمانځل شوه

د چاپېریال ساتنې اونۍ او خپلواکۍ سلمه کلیزه، د چنګاښ په ۳مه نېټه د  چاپيريال ساتنې ملي ادارې له خوا د پنجشیر ولایت مقام په همکارۍ د دې ولایت د غونډو په تالار کې ولمانځل شوه.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رئیس، شاه زمان میوندي د غونډې له سمبالوونکو مننه وکړه او د چاپېریال ساتنې او خپلواکۍ د ارزښت په هکله یې هر اړخیزه وینا وکړه.

هغه وویل: پنجشېر ولایت د ښکلو درو، طبیعي_سرچینو، وحشي_ژوو، طبیعي  کنګلونو او قیمتي دانو په درلودلو سره له ځانګړي چاپېریالي اهمیت څخه برخمن دی؛ خو اقلیمي_بدلون او د ځمکې ګرموالي پرې ناوړه اغېزه کړې ده؛ نو موږ اړ یو چې له خپلو طبیعي سرچینو او ژوند_بڼو څخه چې الله تعالی په وړیا توګه موږ ته راکړي دي، د اوسنيو او راتلونکو نسلونو طبیعي پانګه ده، په سمه توګه یې وساتو او په دوامداره توګه ترې استفاده وکړو.

د پنجشېر والي، ښاغلي نظامي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، د طبیعي سرچینو د اهمیت او ساتنې په اړه یې وینا وکړه، نوموړي د وحشي ژوو، کبانو، او الوتونکو بې رحمانه ښکار ته اشاره وکړه، او ویې ویل: له نېکه مرغه سږ کال قومي مشرانو او ولسونو موږ ته ډاډ راکړی چې ځنګلونه به بیا رغوي او د ښکار مخنیوی به کوي؛ خو په دې برخه کې یې د حکومت مرسته اړینه وبلله. نوموړي له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې هر یو تن باید چاپېریال ساتونکی اووسي.

همدا راز د ولایتي شورا رئیس او د پنجشېر ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس د خپلواکۍ د سلمې کلیزې، چاپېریال ساتنې اونۍ او راتلونکو پلانونو او برنامو په اړه تفصیلي خبرې وکړې.

غونډه د حماسي ترانو، ډالیو او تقدیرپاڼو په وېشلو سره پای ته ورسېده.



t