د اوزون ګاز ضررونه؛ په اړه يې ورکشاپ جوړ شو

د اوزون ګاز ضررونه؛ په اړه يې ورکشاپ جوړ شو

د اوزون پوړ د ویجاړوونکو_ګازونو  په اړه د هرات ولایت د ګمرک کارکونکو ته یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې د اوزون دفتر، د ۱۳۹۸ کال د چنګاښ په ۳مه نېټه د هرات ولایت دچاپېريال ساتنې او ګمرک ریاستونو په همکارۍ د (شنو_ګمرکونو) ترعنوان لاندې يو ورځنی ورکشاپ جوړ کړ.

په دې ورکشاپ کې د اسلام قلعه ګمرک ۳۰ تنو کارکوونکو ته، د اوزون پوړ د اهمیت، د څو اړخیزه چاپېریالي تړونونو، خاصتاً د مونټریال تړون – د کيګالي تعديلاتو او اوزون پوړ د ویجاړوونکو ګازونو د سهمیه بندۍ او مخنیوي په هکله معلوماتي پریزنټېشنونه وړاندې شول.

همدا راز هېواد ته په HCFC ګازونو باندې د سمبالو وسایلو د رالېږدلو د بنديز په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شول.




t