هلمند: د الويرا طبي بوټي کرکيلې ښه پايله ورکړې

هلمند: د الويرا طبي بوټي کرکيلې ښه پايله ورکړې

هلمند کې د الويرا طبي بوټي کرکېله د نمونوي ډول څخه تکثیري کرنې ته پيل شوه

 دهلمند ولایت ، کرنې ، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا په مرکز لښکرګاه کې په توافقي توګه د الویرا طبي بوټیو کرکېله ترسره شوې ده چې ، د لومړنیو څېړنیو له پایلو وروسته دا مهال د تکثير او ډېرولو په موخه له یوې شنې خونې څخه بلې ته د نهال اېښودنې پروسه پیل شوې ده.

د هلمند د کرنې رياست د پلان او برنامو مسؤل وايي، کرنې اداره هلې ځلې کوي چې پر یاد طبي بوټي له بشپړو څېړنو وروسته ، الويرا بزګرو ته په واک کې ورکړي ترڅو په دې ولایت کې یې کرنه رواج او پراختیا ومومي.

هغه وايي، الويرا طبي بوټی د کورنیو او باندنیو بازارونو لرلو ترڅنګ د کوکنارو په مقابل کې مناسب بدیل دی ، په همدې موخه د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پلان لري ، چې هلمند کې د نورو بوټو ترڅنګ د یاد بوټي کرلو سره په خوا کې بزګرو او بڼوالو ته عامه پوهاوی هم ورکړي.

الویرا یو طبي بوټی دی چې شیره يې د بدن د اړتیا وړ مواد ، ١٨ ډوله امینو اسید، ١٢ډوله ویټامینونه او د بدن نور اړین مواد لري. دا بوټی د ډیرو ناروغیو په مخنیوۍ کې خورا مهم رول لری ، لکه د داخلی او بیرونی زخمونو په جوړښت، انتی باکتریا، د سوځېدلو ضد ، د کلمو او خولې التهاب، د پوستکي په ښایست، د خولې او معدې ناروغۍ په درملنه، د بدن د مسمومتیا په مخنیوۍ او د ویښتانو د روغتیا په ساتنه کې ترې استفاده کیږي.




t