پاکستان د يوې مايع لپاره په تبليغاتو کې د اسلام له مقدس نوم ګټه اخلي

پاکستان د يوې مايع لپاره په تبليغاتو کې د اسلام له مقدس نوم ګټه اخلي

د رسنيو د راپورونو په حواله، پاکستان کې د امريکا يو ډول مايع چې کالي پرې مينځل کېږي پر اعلاناتو يې بنديز لګول شوی دی.

د اريل په نوم ياده مايع چې اعلان يې يوې خبريالې او ډاکټرې جوړ کړی دی، د کالو تر پاکېدو وروسته وايي، اوس د کوروالي وخت رارسېدلی دی.

ځینو پاکستاني محافظه کارو پر خواله رسنیو ددغه تبلیغاتي اعلان په تړاو خپله غوسه ښکاره کړې ده.‌ دوی وايي دا اعلان اسلام ته سپکاوی دی.

د ياد اعلان په اړه ټوېټر کې مخالفتونه ښودل شوي دي او ويلي يې دي دا له اسلامي لارښوونو سره مخالفت دی.



t