بلاول بوټو: د اسمبلۍ له مشره غوښتي چې د پي ټی ام بندي غړي دي خوشي سي

بلاول بوټو: د اسمبلۍ له مشره غوښتي چې د پي ټی ام بندي غړي دي خوشي سي

پاکستان دولت محسن دوړ او علی وزير زنداني کړي او تر مهاله يې نه دي خو شي کړي

د پاکستان د عمومي اسمبلۍ یو شمېر غړو یو ځل بیا له حکومت وغوښتل چې علي وزیر او محسن داوړ ازاد کړي.
د پخواني صدراعظمې بې نظير بوټو زوی او د پاکستان د عمومي اسمبلۍ غړی بلاول بوټو د اسمبلۍ له عمومي مشر غوښتي چې محسن داوړ او علي وزیر جلسو ته را وغواړي او له بنده یې ازاد کړي.
د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ دوه مهم غړي علي وزیر او محسن داوړ نیولي دي او ددوی پر ضد یې قضیې ثبت کړې دي.
پاکستان کې ميشت پښتانه وايي له دوی سره دولت زور زياتی کوي ځکه نو سوله ييز لاريونونه او دې ته ورته حرکتونه يې حق دي




t