پر ټولنیزو رسینو اعتیاد پر ځان د بې باورۍ لامل کیږي

پر ټولنیزو رسینو اعتیاد پر ځان د بې باورۍ لامل کیږي

د محققينو د څېړنې له‌مخې هغه کسان چې په ټولنيزو شبکو فيسبوک،اينسټګرام، وټس اپ او نورو کې ډېر مصروف او بوخت وي په ځان يې باور کمېږي او خپل ځان ورته سوکه سوکه بېخي بې ارزښته شی ښکاري.

د دوی ددې کار اصلي علت دادی چې کارونکی يې خپل ځان د‌ مجازي نړۍ د‌ ملګرو او فالورز د‌ پوسټونو،عکسونو او ویډيوګانو په ليدلو له‌هغو سره مقايسه کوي، څان ورته ډېر شاته پاتې او خدای وهلی او ملګري ورته نېکمرغه، بې غمه، پرمختللي، خوشاله او سوکاله ښکاري.

په داسې حال کې چې قطعن دغسې نده، هرڅوک د نيمګړتياوو، مشکلاتو، ناخوالو، کمزوريو او ضعف درانه درانه پېټي له ځان سره ګرځوي چې يوازې هغه او يا يو څو ګوتو په شمېر کسانو ته معلوم دي.
څنګه تاسې يې منئ؟

نور احمد عایل


نړۍ ټیکنالوژي
t