د افغان ټاکنو په اړه د پمپیو پر خبرو تبصره

د افغان ټاکنو په اړه د پمپیو پر خبرو تبصره

د امريکا د بهرنيو چارو وزير پمپيو اوله خبره په کابل کې دا وه چې د ولسمشرۍ ټاکنې بايد ونه ځنډول شي او بايد په خپل وخت وشي. همدارنګه يې د سولې پروسې په چټکتيا ټينګار کړی.

تبصره:

د کرزي په شمول ځيني انتخاباتي ټکټونو او طالب پلوه مبصرينو ټولو هڅه کوله چې سوله او ټاکنې له يو بل پورې وتړي، خو ولسمشر به ويل، سوله او ټاکنې دوه جلا پروسې دي، هيڅ يوه بايد د بلې پخاطر ونه ځنډول شي، ځکه د سولی موافقه ممکن يوه مياشت يا څوکاله ونيسي، خو مخالفانو هڅه کوله ټاکنې د سولې په پلمه وځنډوي، بيا يې هڅه وکړه چې د موقت حکومت ډنډوره وغږوي، پرون يې بيا د ټاکنو هغه کميسيون چې همدغه سياسي ګوندونو او کانديدانو جوړ کړی د حکومت د لاس اله وبلله ترڅو په نهایت کې د حکومت مشروعيت او د نظام تداوم له پوښتنې سره مخ کړي او په ولس کې د ولسمشر مقبوليت کم او دوی خپلو موخو ته ورسيږي.

د پمپيو سفر د ولسمشر غني موقف قوي کړ، د هغه سياسي او وسله والو مخالفانو ته يې ښکاره پيغامونه درلودل، سياسي مخالفانو ته يې وويل چې له ټاکنو پرته بله لار نړيوالې ټولنې ته د منلو نه ده او بايد په خپل وخت وشي او طالبانو ته يې وويل چې ژر سولې ته حاضر شي او نور ورته ځنډ د منلو نه دی او په پوځي برخه کې يې له افغان ځواکونو څخه ملاتړ څرګند او د مخالفانو په ضد عملیات يې وستايل. 

د محب د څرګندونو وروسته چې د افغان حکومت او امریکا په اړيکو کې کوم ابهام رامنځته شوی و، هغه يې له منځه يوړ او سبا چې ولسمشر غني پاکستان ته ځي، نو له قوي موقف څخه به پاکستاني چارواکو سره مخامخ کېږي چې په نهایت کې ددې ټولو کريډيت د ولسمشر د فعال بهرني سياست نتيجه ده چی بهرني او داخلي مخالفان له سخت وضعيت سره مخ کړي.

خوشحال خلیل



لیکنه، کابل ته د پمپيو سفر
t