شاه محمود قریشي بلجیم ته تلی

شاه محمود قریشي بلجیم ته تلی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه رسمي سفر د بلجیم پلازمېنې بروکسل ته رسیدلی.

هغه په دغه سفر کې د ناټو له سرمنشي، د اروپایی ټولنې چارواکو او یو شمېر نورو بهرنیو مشرانو سره لیدلي.

د دغو لیدنو پر وخت د ناټو سرمنشي له پاکستاني لوري غوښتي، چې د وسله والو طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مخامخو خبرو زمینه مساعده کړي.

د دغه سفر پر مهال شاه محمود قریشي له یو شمېر اروپایي هېوادونو او چارواکو سره د همکارۍ تړونونه هم لاسلیکوي.



t