جلالتمآب هېواد مشر ډاکتر محمد اشرف غني ته پرانستی لیک

جلالتمآب هېواد مشر ډاکتر محمد اشرف غني ته پرانستی لیک

سلامونه او نېکې هېلې مې ومنه.
قدرمن هېواد مشر او د پوځ اعلی سر قومندان، زه د هر بل افغان په څېر ددې هېواد يو عادي بچی يم.
د سړو، تودو، خوږو او ترخو خوند مې يې څکلی. دیو افغان په توگه له خپل مدني حقه په ګټنې تل د سالم نقد هڅه کوم.
له هغو سياسيونو نه يم چې واک ته د رسېدو لپاره هر ارزښت تر پښو لاندې کوي او د فردي کينې او حسد پر بنسټ تحليلونه کوي.
زما کره کتنه او غوښتنې به د هېواد د ملي ګټو او ارضي تمامیت د ساتنې او پالنې په پار وي.
ښه مې ياد شي چې ټاکنيزو کمپاينونو کې مو له ولس سره ژمنه وکړه، چې ټول به په ګډه له فساد سره مبارزه کوو، دادی پينځه کاله پوره شول، او هغه ژمنه د سبا په تمه لا هم ژمنه پاتې ده.
زه بې شمېره بیلګې هم ورته لرم ځینې کسانو دفساد او غصب پر وړاندې د ځواکمنې مبارزې اراده لرله، خو تاسې د ملاتړ او ستاينې پر ځای ورټل او له سيسټمه مو بهر او د تل لپاره مو د پاک او (عادلانه نظام ) په طرحو بې باوره کړل.
نه غواړم دلته خبره اوږده کړم زه چی کله په هېواد کې د فقر، بې‌کارۍ او له دې امله د جرمونو لوړه کچه وینم زړه مې درد کوي، درد څړيکه شي او غږ يې تر قلم راووځي.
ستاسې په امر او لاسليک د چارو ادارې له لارې د ځوانانو په نوم غوندې جوړې شوې، چې گواکي ځوانان به پښو دروئ، کارونه او دندې به ايجادوئ، پينځه مليونه کورونه به رغوئ، ددې کارونو لپاره مو غونډې ونيوې او په ميليونونو ډالر پر مصرف شول، ددې غونډو پايله څه شوه.
آيا هغه دندې پيدا شوې، هغه ميليونونه کورونه جوړ شول. دا هېڅ هم ونه شول، د کورونو رغولو پر ځای کورونه ونړېدل، د دندو موندلو پرځای خلکو شته دندې له لاسه ورکړې، يوازې غونډې وشوې او سپانسر فيسبوکيانو ته څو ورځې د پوسټونو لپاره موضوع برابره شوه.
چې په وړو غونډو چاره ونه شوه، د افغانانو د ملي يوالې سمبول (لويې جرگې) ته مو مټې راونغاړلې.
خواوشا يوه اوونۍ کابل په مړ ښار بدل وو. نيم کابل د خوراک لپاره څه نه لرل، ځکه تر نيمايي زيات د ورځې يوازې ۲۰۰ افغانۍ عايد لري او هغه په هماغه ورځ مصرفوي.
په داسې حساسو شرايطو کې په داسې جرګه ميليونونو ډالر مصرف شول، چې نه افغان شموله وه، نه يې پايله لرله او نه يې د وطن کوم درد دوا کړ.
بده لا دا چې د دوديزې لويې جرگې ارزښت يې تر دې کچې را ټيټ کړ، چې ستا د حکومت پنځوس سلنه شريک اجراييه رييس او ورسره پنځوس سلنه سياسيونو پکې نه يوازې ګډون وکړ بلکې جرگه يې تحريم کړه.
جلالتمآب هېواد مشر:
تاسو تر ما ښه پوهېږئ چې د هېواد ۸۰ سلنه وګړي د څښاک لپاره پاکې اوبه، د خوراک لپاره مناسب خواړه، د اغوستن جامې او حتا د مړي لپاره کفن نه لري، اقتصادي خپلواکي او نور ډېر ارزښتونه خو پر خپل ځای پرېږده موږ حتا د خپل فضايي حريم ساتنه نه شو کولی، که نړيوالې مرستې نه وي ستاسو په وينا حتا د شپږو مياشتو لپاره خپله اعلی سرقومنداني نه شو ساتلی.
په داسې حالاتو کې د خپلواکۍ پر جشن ميليونه ډالر لګول څه مانا لري.
جلالتمآب هېواد مشر:
زه د دهقان زوی يم او ستا په څېر مې امريکا کې زده کړې نه دي کړې، د ژوند او نظام لپاره پېچلې او نه ځوابېدونکې محاسبې هم نه کوم، خو د ژوند له تجربو، سړو تودو مې دومره څه زده کړي، چې ستاسو دا او دې ته ورته ډېر نور نمايشي کارونه راته ډېر ناسم برېښي.
بنسټيز کار دا نه دی چې نن جشنونه او اتڼونه وي او سبا خپلو وينو کې لامبو.
ددې يوې ورځې لپاره د ميليونونو ډالرو مصرف به ما له جګړې وژغوري؟ آيا ما به گاونډيو هېوادونو ته د يو ناروغ د تداوۍ له احتياجه وژغوري؟ بالآخره د خپلواکۍ پر جشن ميليوني مصرف به زما د هېواد کوم رنځ دوا کړي. . .
که زما منې له دومره فېشني جشن تېر شه په دې پيسو موږ ته داسې يو معیاري روغتون جوړ کړه چې د هرې برخي په سر کې یو پوه او نامتو خارجي ډاکتر کار وکړي او له هر سرټیم ډاکتر سره زموږ لس تنه پوه او پياوړي افغانان له سفارش او واسطې پرته په خپل لیاقت تر درېيو کلونو کار وکړي.
موږ به درې کاله وروسته د طبابت په هره څانگه کې لس لس روزل شوي له نړيوالو معيارونو سره سم ډاکتران ولرو بیا کولی شو په خوست، ننګرهار، پکتیا، کندهار، هلمند، هرات، مزار، تخار، فاریاب او کابل کې مجهز او عصري روغتونونه او کارپوه ډاکټران ولرو.
بیا به زموږ مشران، بوډاګان او سپین سرې د کوم ګاونډي هېواد د سفارت او کونسلګرۍ په دروازه کې ژوند له لاسه نه ورکوي موږ به د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې په وياړ د رښتينې خپلواکۍ په لور يو ارزښتناک گام اخيستی وي.
په درناوي
اسد دانش



لیکنه، پرانیستی لیک
t