مایک پمپو هند ته تلی

مایک پمپو هند ته تلی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو په یوه سفر تېره شپه د هندوستان پلازمېنې نوې ډیلۍ ته رسیدلی.

د دغه سفر موخه له هندي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو موضوعاتو خبرې ښودل شوي.

د دواړو هېوادونو دفاعي ، سوداګریزې اړیکې او له روسیې څخه د هندوستان د انرژۍ واردول د بحث عمده موضوعات ګڼل شوي.

د دې ترڅنګ به دواړه لوري له روسیې څخه د هند د ایس څلور سوه توغندیو پر پېرلو هم خبرې وشي.

امریکا هم د هند او هم د ترکیې له لورې د دغو توغندیو د پېرلو خلاف دی.




t