ارګ د ولسمشریزو نوماندانو پرونۍ غونډه کمپایني وګڼله

ارګ د ولسمشریزو نوماندانو پرونۍ غونډه کمپایني وګڼله

ولسمشریزې ماڼۍ د کابل په غازي سټډیم کې د یو شمېر ولسمشریزو نوماندانو له لورې جوړه شوې پرونۍ غونډه کمپایني وګڼله.

په دغه غونډه کې یو شمېر نوماندانو ولسمشرغني ناقانونه، ظالم، د سولې دښمن او مفسد ولسمشر وباله.

د ارګ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د دغې غونډې په غبرګون کې وایي: دا غونډه یوه کمپایني غونډه ګڼل کیدای شي، موږ له مسولو ادارو غواړو، چې داسې ناستې تر ښه نظارت لاندې راولي.

پرونیو نوماندانو غوښتنه وکړه، چې اوسنی حکومت باید خپل کار بس او واک یوه بې طرفه سرپرست حکومت ته وسپاري څو ازادو او بې پرې ټاکنو ته زمینه مساعده کړي.



t