اردوغان: روسي توغندي به راتلونکې میاشت ترکیې ته ولیږدوم

اردوغان: روسي  توغندي به راتلونکې میاشت ترکیې ته ولیږدوم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وایي، چې له روسیې څخه به د پیرل شویو ایس څلور سوه توغندیو د لېږد چارې په راتلونکې میاشت کې پیل کړي.

هغه د خپل هېواد پارلمان ته په وینا کې ویلي: دا یوه مهمه او حیثیتي موضوع ده، موږ په هیڅ قیمت له خپل دغه تړون څخه نه په شا کیږو.

دا خبرې تر هغې لیدنې مخکې شوي، چې په پام کې ده اردوغان یې په جاپان کې د جي شل غونډې پر وخت له امریکایي ولسمشر ټرمپ سره په همدې تړاو ولري.

امریکا د دغو توغندیو د پیرلو په اړه پر ترکیې سخت اعتراض کړی او فشار یې راوړی چې ورنه په شا شي.

خو ترکیه وایي هیڅکله به دغه کار ونه کړي.



t