يوه ډارونکې او جالب؛ هغه سړی چې دوه مخونه يې لرل

يوه ډارونکې او جالب؛ هغه سړی چې دوه مخونه يې لرل

اېډوارډ مورډيک Edward Mordrake هغه سړی چې دوه مخونه يې لرل
ايډوارډ مورياک برتانوي په بشري تاريخ کې يوه عجيبه الخلقته څېره لرله، نوموړي مخ او څټ دواړو لوريو ته مخونه لرل د څټ مخ يې ښځينه مخ ته ورته و او په لومړيو کې يې د سر په ویښتانو دغه څېره پټه کړې وه.

د شاه طرف مخ يې نه څه شی څښل او نه خوړل خو په سترګو او مخ يې اشارې کولې.

د‌مخې څېره يې ښکلې خو د شا څېره يې بدرنګه او د عمر په ډېرېدو يې سترګې ډېر ډارونکي، شيطاني کېدې چې بدې پېښې ، خندا او ژړا به يې کوله.

که څه هم نوموړي ډاکټرانو ته وويل چې د څټ طرف ته مخ مې په جراحي رانه لرې کړئ خو هغو ورته وويل له جراحي سره دې مرګ حتمي دی اېډوارډ به دغې څېرې د شپې سخت په عذاباوه او ډول ډول حرکات او.غږونه به يې کول او چې کله به په کومه پېښه خواشيني ،خپګان او ژړا څرګندوله د شاه څېرې به يې خندل او توهين امېزه موسکا به يې کوله، دی يې دومره ډېر مجبور کړ چې په ۲۳ کلنۍ کې يې په ۱۹۱۰ کې ځان وژنه وکړه له ځان وژنې مخکې يې ليک ليکلی و او پرې ليکلي و زما له مرګ وروسته زما د څټ څېره راڅخه پرې کړئ ځکه په قبر کې به مې ډېر په عذاب کړي.

نور احمد عایل


معلوماتي، له نړۍ
t