میدان وردګ چارواکي: میاشت کې دې دوه ځل درمل او غذايي مواد وڅيړل شي

میدان وردګ چارواکي: میاشت کې دې دوه ځل درمل او غذايي مواد وڅيړل شي

د میدان وردګ چارواکي وايي، په میاشت کې دې دوه ځل د بازار ټول درمل او غذايي مواد وڅیړل شي.

دا خبرې پرونې دغه ولایت کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې کمیټې میاشتنۍ غونډه کې شوي.

ددې ولایت د بشري سرچینو رییس ډاکتر محمد انور غفارزي په مشرۍ، یادې کمېټې د ټولو غړو سره ناستې پرمهال په بازار کې د غدایي موادو او درملو په کنترول ټینګار وکړ او د هوا د ګرم والي له کبله یې د یادې کمیټې غړو ته دنده وسپارله تر څو په هره میاشت کې دوه ځله د بازار ټول درمل او غذایي مواد وڅیړل شي.

په عین حال کې ددغه ولایت د کرنۍ رییس ولید احمد تسل د خوارځواکه ماشومانو له کورنیو سره د مرستو لپاره د سبزیجاتو، غنمو د اصلاح شوو تخمونو او همداراز د چرګانو د روزنې د فارمونو خبر ورکړ.

تسل ویلي د عامې روغتیا له لوري د نوموړو کورنیو د لیست د شریکولو سره سم به کرنې ریاست له لوري شیان اړوند کورنیو ته ورکړل شي.

په میدان وردګ ولایت کې د خوړو د خوندیتوب او تغذیې کمیټه له لوږې سره د مبارزې، پاکو اوبو، غذايي توکو ته اقتصادي او ټولنیز رسی د موخو په توګه یاد شوي دي.

دا کمیټه وايي هڅه کوي په دې ډول سره د ټولنې ټول وګړي غذايي توکو ته په فزیکي او اقتصادي ډول تل لاس رسی پیدا کړي.

 


میدان وردګ، خبرونه
t