امریکا: تر افغان ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله کیږي

امریکا: تر افغان ولسمشریزو ټاکنو مخکې سوله کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو و زیر مایک پمپیو به کابل کې خبریالانو ته ویلي، چې له افغان ولسمشریزو ټاکنو څخه مخکې طالبانو سره د سولې هوکړې ته هیله من دي.

پمپیو پرون په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغلی و.

هغه له افغان ولسمشر،اجرایه ریس، مخکیني ولسمشر او یو شمېر نورو چارواکو سره په ارګ کې لیدلي.

د امریکایي وزیر په وینا طالبان سولې ته لېواله دي او دواړه خواوې د سولې د مسودې بشپړولو ته نیږدې شوي.

هغه په دې تړاو نور جزیات نه دي ورکړي.

د پمپیو په وینا دوی د سپتمبر میاشتې تر پيله د سولې هڅو کامیابیدو ته هیله من شوي.

افغان ولسمشریزې ټاکنې د سپتمبر میاشتې په منځ کې ترسره کیږي.



t