په ارګ کې فحشا؟ احمد ویس وردګ

په ارګ کې فحشا؟ احمد ویس وردګ

په افغانستان کې ما په څو ادارو کې دنده ترسره کړې، چې په دې كې ملګري ملتونه او يو اس اېډ هم شامل دي. دغسې اداره به موجوده نه وي چې هلته زموږ ښځينه همکاران په شکل د اشکالو نه وي ځورول شوې. په ولاياتو کې خو د ښځو وضعيت ډېر وخيم دی. بيا که چېرته سرکونو او کوڅو ته ووځو، د ښځو او نجونو ځورونه خو د هر نارينه او هلک مبرم حق غوندې دی او پرته له کورني اخلاقو؛ په هېواد کې هېڅ ډول ټولنيز او رسمي مصئونيت نشته چې ښځينه ته په عام ډګر کې دغه رواني او حتی جسمي سکون او ډاډ ورکړي.

په دا وروستيو کې د جنرال صاحب احمدزي د خبرو په غبرګون کې زه وينم چې ډېر درانه فېسبوکوال هم ځانونو ته دغه حق ورکړى، چې پرته له هېڅ ډول معلوماتو او يا کومې آګاهۍ؛ شعوري يا غيرشعوري له ارګ نه دفاع وکړي. خو زما سپارښتنه به خپلو ملګرو ته دا وي، چې دا يوه حقوقي او جنايي موضوع ده او څارنوالۍ بايد پرېښودل شي چې خپل تحقيقات وکړي. البته پرحکومت او څارنوالۍ بايد فشار وارد شي چې دغه قضيې وڅېړل شي. که چېرته په ارګ کې کوم «انسان» له خپلې دندې، موقف او قدرت نه دغسې ناوړه سوّاستفاده کړې وه، پرېږدئ چې قدرتمندان او سياسيون هم خپل مجازات وويني. نه د امريکې سپينه ماڼۍ له دې کاره مبرا ده، نه يې کانګرس، نه هم پرمختللي هېوادونه، او نه هم حتی د پيغمبر د وخت اصحاب کرام څه ملايکې وو. نو ددغې موضوع سياسي کول؛ هغه که د «سياسي تور» په شکل وي او که هغه د «سياسي دفاع» په شکل وي؛ د خپلې مور، خور، لور او د ټول انسانيت سره جفا ده! دا يو واضح حقيقت دی کله چې، (البته «که» نه)، کله چې زموږ خويندې او ميندې چې له کوره بهر وځورول شي، حتی په کور کې دننه هم دومره مصئونيت نه لري چې خپل ورور، پلار او مېړه ته دغه شکايت راوړي او بيا د کور نارينه هم پرته له ټوپک او غيرت نه دغه موضوع په قانوني او مدني شکل حل کړي.

د ولسمشر انتخاباتي شعار او شخصي مسلک دولت جوړونه يا «دولت سازي» ده. نو لطفآ پرېېږدئ چې د خپل حکومت او د افغانستان دولت اساسات په دا ډول ټينګ او محکم کړي، چې څارنوالۍ ته خپله جمهوررئيس دنده وسپاري تر څو حتی دده خپل نژدې ملګري او دوستان هم محاکمه شي او حق، حقدار ته ورسېږي. که جرم شوی وي هم قانون واضح دی؛ او که تور په ناحقه لګېدلی وي هم قانون واضح دی. او اعاده د حيثيت هم د هغو څو تنو، چې نومونه يې ياد شوي قانوني او انساني حق دی چې بايد انساني کرامت يې د فېسبوکيانو د ساعتېرۍ نشي. مننه!




t