عادت/عبدالهادي هادي

عادت/عبدالهادي هادي

غم مه کوه یاره ویښو شپو سره عادت یمه
دا مې زندګي ده، اندیښنو سره عادت یمه

راشه چې یو ځل پکې دا خپله ځواني وګورم
ستا د خوږو سترګو له آئینو سره عادت یمه

نور په دغه ښار کې په خبرو پسې نه ګرځم
اوس د ډیرو خلکو ډیرو خولو سره عادت یمه

ډیرو زړه کې وکرلم، چیرې رازرغون نه شوم
ستا د پستې غیږې له وږمو سره عادت یمه

ځان سره روان یم، لاهوتي زمزمې اورمه
لا هم له شپیلۍ او له نغمو سره عادت یمه

غم او تنهایي مې هادي ښه ملګري پاتې دي
خپل دردونه ژاړم اسویلو سره عادت یمه




t