ژړا! اجمل اند

ژړا! اجمل اند

!مور ته مې چې دعظمت اواستقامت غونډى وه

 

 

زما قسمت هم عجیبه قسمت دی
ډزي، جګړې، ژړا او زه، سره په يو ورځ پيدا
ما مې ترپايه دخوږې مورکۍ په سرو سترګو کې
چيرې څپه د خوښۍ ونه ليده
ان چې زلمې شوم اوهغه خوارکۍ هم مړه شوه
خومايې شونډو کې يوځل دخندا ونه مونده
مورمې ټول عمرژړل
مور مې نړۍ د خپلو اوښکو له هيندارو ليده
مور مې ټول عمرله ژړا سره وه مينه کړې
اوس چې له ځان سره يوازې شم له ځانه پوښتم
چې ايا ټولې ميندې
ها چې زموږ ددې سپيرې خاورې پر سر اوسيږي
له اوښکو جوړې دي ژړا پورې يې ژوند تړلى ؟
کنه يوازې، زما مور خوارکۍ
په اوښکو، اوښکو اوپه ډيرې ژړاځان وواژه!!




t