شفیع الله تاند ته یوه کتنه! ادریس غروال

شفیع الله تاند ته یوه کتنه! ادریس غروال

هم ځوان دى، هم تاند، هم ښايسته دى، هم ژمن؛ ليکوال هم دى، شاعر هم، ژباړن هم دى، پر ټولو ګران او خوږ هم دى؛ خو له دې ټولو خوبيو او ښېګڼو سره_ سره ژر خپه کېږي او د نازک طبعيت او مات زړۀ خاوند هم دى، تاند لا د زلميتوب پسرلي ته هرکلى نه وو ويلى، چې د کډوالۍ پرمهال د يوۀ خصوصي ښوونځي يونيفورم (شنې جامې) به يې پر تن وې او لکه د تورو تېږو په منځ کې، چې د لاجوردو شنۀ غمي ټول غرۀ ته ځانګړې ښکلا او ځلا ورکړې وي؛ خو دا ښکلا يوازې د وجود په هستۍ نه وه راټوله؛ بلکې د دې بې جوړې ښکلا تر څنګ يې د اخلاقو، صميميت، دوستۍ، عاطفې او مينې بېلګه هم په اسانۍ نشواى موندل کېداى، په ډېرې تنکۍ ځوانۍ کې يې له خپلې ژبې، ادب، کولتور او په ځانګړې توګه له مطبوعاتو سره اورنۍ مينه مله وه، که څه هم (تاند) خپلې زده کړې د يوۀ پردي چاپېريال په يوۀ داسې ښوونځي کې ترسره کولې، چې هم يې ژبه پردۍ وه، هم يې فرهنګ پردى و او هم يې توغ(بيرغ) او سرود.
او چې سړى په فزيکي او رواني لحاظ په دغسې پردۍ جغرافيه او چاپېريال کې رالوى شي؛ نو خامخا به يې پر فرهنګي ژوند لوى اغېز پروت وي؛ خو پر تنکي او تاند ځوان شفيع الله تاند د وطن او خلکو مينه دومره برلاسې وه، چې خپله (پښتو) يې پردۍ (اردو) او انګرېزۍ ته خړمخې نه کړه او په ډېر لوړ جراات خپلې ژبې او خپل فرهنګ ته ژمن پاتې شو، ښايي دا به د نوښتګر شاعر او ليکوال ارواښاد طاهر فرهاد د ګاونډيتوب او اړيکو برکت و، چې تاند له خپلې ژبې او ادب سره د خپل زړۀ مراندې وتړلې او د همدې مينې او لېوالتيا له برکته يې د ليکل شويو او ژباړل شويو چاپ او ناچاپو اثارو شمېر تر پنځوسو ورسېد؛ تاند لا هم ځوان دى او لا هم په ډېره اوسېله او مينه د خپلې ژبې او ادب چوپړ ته لکه د غر ولاړ دى، زه خوږ او ګران تاند صيب ته د لا ډېرې مطالعې او مشاهدې تر څنګ د اوږد، ښېرازه او برکتي ژوند غوښتنې په پار د دعا لاسونه لپه کوم؛ فکر يې ځلند او قلم يې هم تاند اوسه!.



t