منځنی ختيځ؛ ستونزه چېرته ده؟

منځنی ختيځ؛ ستونزه چېرته ده؟

ف، فایض

د منځني ختیځ عربي ځمکې یو ځل هغه مهال د لویدیځ استعمار پام ځانته را وګرځاوه چې د انګلیس په شمول نورو لویدیزو استعماري هېوادو دا ومنله چې د فلسطین په خاوره کې دې یو یهودي دولت تشکیل شي. د دې کار په مخ کې یو عمده خنډ، عثماني خلافت و؛ نو د لویدیځ په اند باید لومړی د دې خلافت چاره شوې وای. هغه وخت یا دې عربي ځمکې هم د عثماني خلاف له خوا اداره کېدې. انګریزانو د دې کار له پاره کرنل لارنس له یوه پلان سره حجاز ته واستاوه. هغه اسلامي علوم او عربي ژبه زده کړل او په دې توګه یې د عربانو او ترکانو تر منځ د اختلاف اور بل کړ او هغوی یې د سلفیت او حنفیت په نامه یوه تقابل ته سره چمتو کړل. د ترکانو او عربانو تر منځ خونړي جنګونه وشول چې په نتیجه کې عربي ځمکې د ترکیې له عثماني خلافته جلا شوې. په پای کې کرنل لارنس وویل: پرته له دې چې دلته د یوه انګلیس وینه تویه شي دا ځمکې مو فتح کړې؛ خو انګریزانو عربان دې ته پرېنښوول چې یو لوی او ځواکمن هېواد تشکیل کړي؛ نو یې په اوسنۍ جغرافیا ووېشل او که نه شام، عراق، مصر او دا نورې عربي ځمکې خو داسلامي واکمنۍ برخې وې چې په ترتیب سره یې، مدینه منوره، کوفه، شام او بغداد د مرکزونو په توګه پاتې شوي. د حضرت علي (رض) د خلافت تر وخته پورې د اسلامي واکمنۍ مرکز مدینه منوره وه، حضرت علي (رض) بیا دا مرکزیت کوفې ته انتقال کړ، د حضرت معاویه (رض) په وخت کې شام ته انتقال شو او د عباسیانو په وخت کې بیا عراق ته انتقال شو او د بغداد ښار هم د خلیفه ابو جعفر منصور په وخت کې جوړ کړای شو.

د عرب ځمکو تقسیم د دې لپاره و چې تر عثماني خلافت وروسته دلته یو لوی قوت تشکیل نه شي او استعمار و نه ننګوي. لویدیځوالو پر دې هم اکتفا و نه کړه بلکې هڅه یې وکړه چې پر دغو عرب هېوادو پر ځان پورې تړلې کورنۍ واکمنې کړي. اوس ګورو چې لویدیځ په ډېر اسانه د عربانو شتمني خصوصاً تېل تروړي، او د دغو عرب هېوادو شتمني ټوله د غرب خصوصاً امریکا په بانکونو کې پرته ده؛ د بېلګې په توګه یواځې د سعودي عربستان ۷۵۰ ملیارده ډالر د امریکا په بانکونو کې پراته دي او هغوی نر غوندې پرې خپل کاروبار کوي او له بل لوري د سعودي لاس د امریکا تر تیږې لاندی دی او دغسې کویټ، قطر، امارات او نور شتمن عرب هېوادونه در واخله.

په منځني ختیځ کې خصوصاً په عراق کې د صدام حسین او په سوریه کې د حافظ الاسد تر وکمنېدو وروسته امریکا ته یو څه اندېښنې پیدا شوې، که څه هم دا دواړه واکمنان له لویدیځ سره هم کاملاً مرور نه وو، خو له شوروي سره یې ټینګې اړیکې لرلې، ځکه صدام د عراق د بعث ګوند او حافظ الاسد د سوریې د بعث ګوند په سر کې واقع و او دا دواړه ګوندونه په کمونستي ايډیالوژۍ سمبال و؛ نو طبیعي خبره ده چې هغوی ته شوروي تر امریکا اولویت درلود. همدارنګه په لیبیا کې هم د قذافي وجود امریکا ته څه اندېښنې را ولاړې کړې وې. د امریکا، انګلیس او نورو غربیانو لویه اندېښنه دا وه چې خصوصاً د دې دریواړو هېوادونو مشرانو  هڅه کوله چې خپل هېوادونه د سیمې د حساب وړ نظامي قوتونو په توګه تثبیت کړي، چې امریکا او انګلیس، دا کار اسراییلو ته خطر ګاڼه او اسراییل خو په سیمه کې د هغوی د ګټو ساتونکی هېواد و. امریکا او انګلیس هغه یو موټی اسراییلي دولت دومره تقویه کړ چې د ۲۲ عرب هېوادو د ائتلاف زور پرې و نه رسید او د ۱۹۶۷ په جنګ کې یې له سوریې نه د جولان غونډۍ او دغسې داردن څه برخه خاوره و نیوله او لبنان یې هم تر جدي تهدید لاندې راغی. اوس امریکا د فلسطین د حماس غورځنګ او د لبنان حزب ا… د اسراییلو له پاره یو خطر ګڼي او دا دواړه تروریستي حرکتونه ګڼي؛ خو له بلې خوا د اسراییلو له خوا هر ډول جنایت او د نورو پر خاوره تجاوز یو روا عمل ګڼي.

امریکا وغوښتل جې په منځني ختیځ کې هغه قوتونه وځپي چې اسراییل ګواښلی شي ځکه دا تهدید د اوس له پاره په بالقوه او د سبا له پاره به بالفعله توګه د امریکا او غرب ګټې ګواښلی شي.

په منځني ختیځ کې ایران تر ۱۳۵۷ وروسته چې لویدیځپاله شاهي حکومت یې را وپرځاوه او په ځای یې د اخندانو اسلامي جمهوریت تشکیل شو، په ډېر مهارت او لازم احتیاط سره ګامونه واخستل او ځان یې په یو داسې قوت بدل کړ چې اوس لویدیځ هم پرې سترګې نه شي پټولی. ایران د خپل یو پیاوړي اقتصاد له برکته ځان په یوه د حساب وړ نظامي قوت بدل کړ او د خپل منظم پوځ تر څنګ یې نور داسې ملېشه یي قوتونه تشکیل کړل چې د ضرورت پر وخت به د پوځ مټ و بازو وي. په سیمه کې د ایران او سعودي تر منځ، هم یو تقابل شروع شو، چې روان دی او د ورځې په تېریدو سره زور اخلي. سعودي له امریکا سره یو داسې قرارداد لاسلیک کړ چې له هغه هېواده به د ( ۱۱۰ ) ملیارده ډالرو په بیه وسلې و پېري. ایران ته بیا روسیې د مرستې لاس ور اوږد کړی. روسیه هم هغه هېواد دی چې له ایران سره یې په ماضي کې ښه روابط نه دي تېر شوي. د نولسمې پېړۍ په شروع کې تر ۱۸۲۸ کال پورې د ایران او روس تر منځ دوه جنګه وشول چې په نتیجه کې یې د ګلستان او ترکمن چای په نامه دوه معاهدې پر ایران وتپل شوې چې دواړه د ایران په زیان تمامې شوې، خو لکه چې وایي په سیاست کې همېشنۍ دوستي او همېشنۍ دښمني نه وي، اوس ایران له روسیې سره له یوه ګرېوانه سر و باسي، چې اصلي علت یې که له یوې خوا دا دی چې ایران هم غواړي د روسیې له دوستۍ نه په ګټې اخستنې سره په سیمه کې خپل موقعیت وساتي خو له بلې خوا لویدیځ هم د اسراییلو په خاطر پر ایران دومره فشار را وستی چې ایران یې دې ته مجبور کړی چې له روسیې سره اړیکي وپالي، که څه هم زموږ یوه پخواني پاچا امیر عبدالرحمان خان چې د امیر شېرعلي خان په دوهمه پلا دوولس کلنه پاچهۍ کې یې دغه ټوله موده په تاشکند او سمرقند کې تېره کړه؛ خو چې شېر علي خان وفات شو او یعقوب خان ځان انګریزانو ته وسپاره او د ګندمک شرمېدلی تړون یې هم ورسره لاسلیک کړ او بیا یې له کورنۍ سره هند ته تبعید کړ؛ نو روسانو او انګرېزانو په مشوره، عبدالرحمان خان افغانستان ته را واستاوه او وروسته یې ورته د پاچاهۍ زمینه برابره کړه؛ خو عبدالرحمان خان چې د یوه ځیرک سیاستمدار په توګه په منځنۍ آسیا کې وخت تېر کړی و په حقیقت کې یې د روسانو د دوستۍ پر ځای د انګرېزانو دوستۍ ته ترجېح ورکړه، ځکه د شیرعلي خان برخلیک او له هغه سره د روسانو چلند یې هم په مخ کې و.

نو زموږ بحث پر منځني ختیځ و، حقیقت دا دی چې د منځني ختیځ وضعیت دا مهال د ډېرې اندېښنې وړ دی. امریکا د منځني ختیځ د عربي هېوادو هغه موقعیت هم ډېر کمزوری کړ چې خصوصاً اسلامي سني ټولنې ترېنه کوم الهام اخست، «د سلفیت» او «تشیع» تقابل د غرب په ګټه هغه وسله ده چې دا دواړه اسلامي قوتونه له پښو غورځولای شي او یوه ته هم ګټه نه کوي، دا تقابل ځکه ډېر خطرناک دی چې ایډیالوژیک بار لري. دا اوس چې په افغانستان کې کومه جګړه روانه ده ښه یې ګورو چې دا د نورو د ګټو جنګ دی او افغانستان او افغانانو ته یې له تاوانه پرته نوره هېڅ ګټه نه رسېږي، که وسله وال مخالفین وژل کېږي هم مسلمانان کمېږي او که د دولت عسکر وژل کېږي هم او امریکا او نور لویدیځوال دغه حالت په خپله ګټه بولي؛ ځکه په دواړو صورتو کې د مسلمان زور اوبه کېږي او په ظاهره دغه په افغانستان کې روان جنګونه او په منځني ختیځ کې تقابل ټول ایډیولوژیک بار لري چې د دې ټولو ګټه امریکا او نورو غربي هېوادو ته رسېږي؛ افسوس چې د مسلمان سر پر دې ډېره ژوره او خطرناکه توطیه نه خلاصېږي.




t