تړلې چېغې، په دې نوم شعري ټولګه چاپ شوه

تړلې چېغې، په دې نوم شعري ټولګه چاپ شوه

د تړلې چېغې په نوم د لیکوال، شاعر او ژورنالیست بارکوال میاخېل درېیمه شعري ټولګه چاپ شوه.

دغه ټولګه په ننګرهار کې کلاسیک خپرندویې ټولنې چاپ کړې ده.

د ټولنې مسول نعمت الله صدیقي وایي، چې دا ټولګه بازار ته راوتلې ده او مینه وال یې ترلاسه کولای شي.

بارکوال میاخېل تر دې مخکې هم خپلې دوه شعري ټولګې چاپ کړې وې.

هغه د جنوبي پښتونخوا د کوټې اوسیدونکی او د ازادۍ راډیو خبریال دی.



t