د «لټان» په نوم د لنډو کیسو کتاب چاپ شو

د «لټان» په نوم د لنډو کیسو کتاب چاپ شو

د لټان په نوم د لیکوال، شاعر او ژورنالیست بارکوال میاخېل د لنډو کیسو  درېیمه ټولګه چاپ شوه.

دغه ټولګه په ننګرهار کې کلاسیک خپرندویې ټولنې چاپ کړې ده.

د ټولنې مسول نعمت الله صدیقي وایي، چې دا ټولګه بازار ته راوتلې ده او مینه وال یې ترلاسه کولای شي.

بارکوال میاخېل تر دې مخکې هم خپلې د لنډو کیسو دوه ټولګې چاپ کړې وې.

هغه د جنوبي پښتونخوا د کوټې اوسیدونکی او د ازادۍ راډیو خبریال دی.



t