چارواکي: طالبان سرپل څخه ماشومان قاچاق کوي

چارواکي: طالبان سرپل څخه ماشومان قاچاق کوي

د سرپل ولايتي چارواکو ویلي چې طالبان دلته پوځي مرکزونه لري چې پکښي ماشومان ځانمرګي بریدونو او تاوتريخوالي ته هڅول کيږي، دوی وايي چې طالبانو له دې ولایت څخه ماشومان هم پاکستان ته قاچاق کړي.
د سرپل ولايتي وياند ذبيح الله اماني وايي چې طالبان په کوهستانات، سوزمه قلعه، سنچارک، صیاد او د سرپل ولایت د مرکز په څنډو کې ماشومانو ته روزنې ورکوي.
اماني زياته کړه طالبانو په سرپل کې له ماشومانو څخه د وسیلې په توګه کار اخیستې دی او هغوی د انتحاري بریدونو څو مرکزونه لري

پر دې سربیره د سرپل ولایت چارواکو دا هم منلې ده چې په لسونو ماشومان د ځانمرګو بریدونو د زده کړې په موخه پاکستان ته قاچاق سوي دي.
که څه هم دغه بهیر اوس هم روان دی خو په اړه یې دقیق شمیر معلوم نه دی.
طالبانو په دې هکله تراوسه څه نه دي ويلي

د ماشومانو په وړاندې شته ټولنيزي ستونزې د هغوی راتلوونکی ګواښي او ښايي چې له ډیری نورو ستونزو سره هم مخ سي




t