په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/یو څلویښتمه – برخه

په اسلامي خلافت کې د واک انتقال څرنګوالی/یو څلویښتمه – برخه

مخکی بیان شو چې المقتدربالله د بیعت پر وخت شاوخوا ۱۳ کلن و چې ډیری خواص د ده پر خلافت راضي نه و خو هیچا خپل نیت نه ښکاره کاوه.
پینځه میاشتی وروسته یو شمیر سالارانو، امیرانو او قاضیانو غونډه وکړه چې المقتدربالله خلع او عبدالله ابن معتز ته بیعت واخلي.
نسبت نورو مورخینو ته ابن اثی دا قضیه په جزئیاتو بیان کړی چې یوی ناکامی نظامي کودتاه ته ورته ده.
کیسه داسی ده چې د عباس ابن حسین او محمد بن داود بن جراح په مشری چې ابو المثنى احمد بن يعقوب قاضى، د موصل امیر حسين بن حمدان، بدر اعجمی او وصيف بن صوار تګين عبدالله ابن معتز سره د خلیفه کولو خبره شریکه کړه، هغه ومنله خو په یو شرط چې خون خرابه پیښ نشي، جرګی ځواب ورکړ هیڅ خبره نشته هرڅه به سم وي. پدی وخت کې وزیر عباس ابن حسین له خپلی خبری پشاه کیږي چې د خپلو ملګرو په وسیله وژل کیږي.
بیا د عباس قاتل حسين بن حمدان د مقتدر وژلو پسی ووتل خو هغه تری د خلافت ماڼۍ کې پټ شي.
له هغه وروسته ټول چارواکي عبدالله بن معتز سره بیعت کوي او د هغه لقب ېي راضي بالله کیښود نوی خلیفه هم خپل وزیر او دیوانونو مشران د کودتاچیانو له منځه وټاکل او د مقتدر د خلع اعلان ټولو امیرانو ته آستولو.
کله چې د موصل امیر او د کودتا نظامي مشر حسين بن حمدان د مخلوع خلیفه څخه وغوښت چې د خلافت ماڼۍ خالي کړي د هغه خادمانو مونس خازن او غريب الخال مقاومت وکړ او جګړه تر ماښامه دوام وکړ دی سره د بن حمدان حوصله ماته شوه او د موصل په لوری لاړ خو طبري لیکي چې په همدی ورځ بغداد چې دری ګوتی واوره و وریده چې د بغداد په تاریخ کې بیساری وه.
د مونس خازن او غريب الخال ډله چې خپل توانای ولید بریدګر سیاست یې غوره کړ،را ووتل او هغی کلاه ته یې ځانونه ورسول چیری چې راضي بالله اوسیدو هلته چې خلک خبر شول ټول و تښتیدل ځینی تسلیم شوه ځینو توبه وکښو، نوی خلیفه او د هغه وزیر وتښتیدل.
د څو ساعتو په موده کې نیږدی هغه ټول مخالفین د مقتدربالله سره بیرته یو ځای شول چې راضي بالله سره یې بیعت کړی و. خو ښار کې قتل وقتال روان و او لنډغرو له وخته په استفادی ډیر ملکیتونه چور کړل.
المقتدربالله چې وضعیت پخپله ګټه ولید زړور شو ښار یې مونس ته پریښود او خپله وصيف بن صوارتګين او نورو پسی لاړ هغوی یې ونیول او ووژل.
قاضى مثنى بن يعقوب څخه سر پری شو ځکه هغه ویلي و چې زه د ماشوم سره بیعت نکوم خو نور قاضیان وبخښل شول.
ابو الحسن بن فرات چې پدی جنجالونو کې څنډی ته شوی وو د خلیفه مقتدر له خوا د وزارت منصب ورکړل شو.
عبدالله ابن معتز چې ونیول شو په ډیری بیرحمی ووژل شو اول ټولی هډوکی یې ورته ماتی کړلی بیا یې د وجود یو یو غړی یې ورته درونکوب کړل او په قالینه کې تاو کړ کورنۍ ته وسپارل شو.
ډیر نور خواص ووژل شول د چا ملکیتونه مصادره شول چا له خلیفه بخښنه وغوښت او هغه وبخښل پدی ډول د مقتدر خلافت بیرته بحال شو.
د کودتا نظامي مشر حسين ابن حمدانله خلیفه عفوه وغوښت چې وبخښل شو او د قم حکومت ورته وسپارل شو نوموړی هم یو بیساری کار وکړ چې تر اوسه په کودتاګانو کې مروج دی هغه د المقتدربالله په وړاندی د ټولو کودتاچیانو هغه لست او اسناد له منځه یوړل ترڅو څوک د المقتدر دښمنان ونپیژني او ورته ضرر ونه رسوي. چې دا د ځوانمرګی یوه ښه بیلګه شمیرل کیږي.
خو دا لمړنی کودتا نه وه لدی وروسته مونس خازن(چې د خلافت ټول واک ورسره و یعنی امیرالامراء او خلیفه هم خپل دویم ځل خلافت د هغه له برکته ترلاسه کړی وه) د دویم کودتا په درشل کې شو او د کودتا علت هم یو شایعه وه چې ګویا خلیفه غواړي مونس له دندی لیری او خپل خپلوان هارون د هغه پر ځای کښینوي.
مونس په همدی خاطرنازوک او الهیجاه سره پریکړه وکړه چې مقتدر له واکه لیری کړي او پر ځای یې د خلیفه میرنی ورور محمد قاهر بالله لقب ورکړي او خلافت ور وسپاري. چې دا کار وشو نازوک یې خلیفه ته واستولو سره د قاضي ابوعمرو مالکي چې د خلافت څخه د لاس آخیستلو خط واخلي خو نوموړی د مقاومت سره مخ شو یو شور جوړ شو چې دی سره د قاهري سرداران و تښتیدل قاهر بالله هم د مونس خازن سره لاړ او مقتدر د پخوا پڅیر خلیفه پاتی شو.
د کودتا له ناکامی وروسته سوله سټاله شوه او خلیفه حاضر شو چې مونس خازن وبخښي او بیرته خپله دنده ورکړي، خو خیره د دواړو په زړونو کې وه دا یوازی یو تاکتیکي اړتیا وه چې دوی یې سره نیږدی کول.
دریمه کودتا چې د مقتدر په وژلو پای ته رسیږي هغه وخت پیل شو چې کله د کورني تاوتریخوالي له کبله خزانه تشه شوه او عسکرو تنخواه نه کیده، خلیفه وزیر سلیمان بن وهب له دندی لیری کړ او پرځای یې حسین بن قاسم مقرر کړ دی کار سره مونس خفه کیږي او پلمه کوي چې نوی وزیر زما ریښی پری کوي زما قوماندانان زما په مقابل کې راپاسوي مونس موصل ته فراري کیږي او ۳۲۰ هجري قمري کې پر بغداد برید کوي او پدی برید کې خلیفه المقتدربالله په قتل رسیږي چې دی سره لږ وخت لپاره د قدرت خلا رامنځته کیږي تردی چې فاتح سرداران خپل خپل نوماندان خلافت ته وړاندی کوي مونس د خلیفه مقتدر د ماشوم ځوی احمد بن مقتدرنه ملاتړ کوي خو امیر ابو یعقوب نوبختي ورته وایی:
موږ په ډیری سختی له یو داسی خلیفه څخه ځان خلاص کړ چې د خپل مور، غلامانو او خادمانو په اشارو روان و نور به داسی کار ونشي، بیا نوبختي د ابو منصورمحمد بن معتضد نوم وړاندی کړ چې مونس بن خازن مخالفت وښود خو آخر کې د امیر نوبختي خبره ومنل شو نوی خلیفه په ۳۲۱ کې د قاهربالله په لقب خلیفه شو.
او د بیعت چاره فاتح امیرانو پرمخ وړل.

انځور: پورته د خلیفه قاهر بالله د وخت سکه (درهم)



اسلام او اسلامي خلافت
t