د ننګرهار او کونړ د مرمرو پروژې پروپوزل منظور شو

د ننګرهار او کونړ د مرمرو پروژې پروپوزل منظور شو

د افغانستان د ملي تدارکاتو کمیسیون په غونډه کې د ننګرهار او کونړ د مرمرو پروژې پروپوزل منظور شوی دی.

د کونړ د رسنیو دفتر وايي، د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند د کونړ او ننګرهار ولایتونو د مرمرو د پروژې د پروپوزل ارزونه؛ د ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۹۰مه غونډه کې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ ترسره شوه؛ منظور شو.

افغان ولسمشر واک ته په رسیدو د کانونو د قانوني کولو په ځانګړي ډول دقیمتي ډبروقانوني کیندنې باندې ټینګار کاوه. شاید دا هم د ښاغلي غني یو له هغو ګامونو یاد شي چې غواړي خپله ژمنه یو څه پوره کړي.

باید یاده کړو چې د افغانستان مرمر د نړۍ په کچه ځانګړی شهرت او ارزښت لري، خو تر اوسه ترې په سالم او قانوني ډول استفاده نه ده شوې.

 



د مرمرو پروپوزل
t