سبا په هلمند کي د ځغاستي یوه لویه سیالي ترسره کیږي

سبا په هلمند کي د ځغاستي یوه لویه سیالي ترسره کیږي

د مسئولنیو په خبره سبا پنجشنبه د هلمند ولایت کرزي فوټبال لوبغالي مخته د لسګونه لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي سیالي ترسره کیږي، چي مخکي له مخکي پکښي لوبغاړو نوملیکنه کړې.

په هلمند کي د ځغاستي فدراسیون مسئول بسم الله الهام زما راډیو ته وویل، چي د ځغاستي دې لویي سیالۍ ته ئې چمتوالی نیولی، چي سبا ۸ بجې به ئې سیالي ترسره سي.

د الهام په خبره، چي ددې سیالي موخه د هلمند منتخبي لوبډلي ته د غوره لوبغاړو موندل دي.

د یاد مسئول په خبره، چي تر دې سیالیو وروسته د هلمند منتخبه لوبډله مرکز کابل ته د سیالیو لپاره ځي.

هلمند یو له هغه ولایتونو څخه دی، چي ورزشي فعالیتونه د نورو ولایتونو په پرتله پکښي کم لیدل کیږي.

خو ځوانان ئې بیا د دولت څخه د لوبغالو د جوړېدو او د لوبو د زمینې برابرولو غوښتنه کوي.

صابر حمیدي



ورزش، هلمند
t