د کډوالۍ نړيوال بحران؛ په هره دقيقه کي ۲۵ تنه کډوال کيږي

د کډوالۍ نړيوال بحران؛ په هره دقيقه کي ۲۵ تنه کډوال کيږي

عزت الله ذکي

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالي ادارې (UNHCR) په خپل نوي راپور کي اعلان وکړ، چي په نړيواله کچه په تېر ۲۰۱۸م کال کي هره ورځ په منځني ډول ۳۷زره تنه د جګړو، آزار و شکنجو او بشري حقونو د نقضېدو له امله کډوال کيږي.

يا په بل عبارت په تېر ۲۰۱۸م کال کي په نړيواله کچه هره دقيقه ۲۵ تنه بې ځايه سوي دي.

پر دې سربېره يادي ادارې ويلي، په نړۍ کي د بې ځايه سوو خلکو شمېره تر پخوا لوړه سوې، په ۲۰۰۹م کال کي دا شمېره ۴۳.۳ ميليونه تنه وه، خو په تېر ۲۰۱۸م کال کي دا شمېره ۷۰.۸ ميليونه تنو ته پورته سوه.

په نړۍ کي تر ټولو ډېر مهاجر د ۲۰۱۲ څخه بيا تر ۲۰۱۵ مېلادي کلونو ترمنځ لیدل سوي، په ځانګړې توګه هغه مهال چي په سوريه کورنۍ جګړه روانه وه، په افغانستان، عراق، یمن، کنګو، سوډان، برما او د نړۍ نورو برخو کي هم شخړي زیاتي وې.

د شمېرو له مخي، اوسمهال په ټوله نړۍ کي ۷۰.۸ ميليونه تنه کډوال موجود دي، چي ۶۷٪ په سلو  کي دغه مهاجرين د لاندنيو پنځو هيوادونو دي:

  1. سوريه – ۶.۷ ميليونه تنه
  2. افغانستان – ۲.۷ ميليونه تنه
  3. جنوبي سوډان – ۲.۳ ميليونه تنه
  4. میانمار – ۱.۱ ميليونه تنه
  5. سومالیا – ۹ سوه زره تنه

دا چي په دغو هيوادونو کي د جګړې او بريدونو د پای ته رسېدو هيڅ نښي_نښانې نه تر سترګو کيږي، نو دا طبعاً په نړيواله کچه د کډوالو شمېره هم لوړوي.

لاندي هغه شپږ هيوادونه درج سوي، چي په تېر ۲۰۱۸م کي يې زيات کډوال منلي او قبول کړي دي:

  1. ترکیه – ۳.۷ ميليونه تنه
  2. پاکستان – ۱.۴ ميليونه تنه
  3. اوګاندا – ۱.۲ ميليونه تنه
  4. سوډان – ۱.۱ ميليونه تنه
  5. آلمان – ۱.۱ ميليونه تنه
  6. ایران – نږدې يو ميليون کسان

په پورتنۍ درجه بندۍ کي ښکاري، چي ترکيې په تېر ۲۰۱۸م کال کي تر ټولو زيات کډوال منلي دي.

د روان کال تر پايه به د هغه ۳.۵ ميليونه کډوالو له جملې ۲.۹ ميليونه يې بيرته خپلو مېنو ته ستانه سي، چي د حکومتونو پرېکړي ته منتظر پاته دي او د مهاجرت وړانديزونه يې نه دي منل سوي.


راپورونه او مرکې سيمه او نړۍ
t