اکسفورډ پوهنتون نوموتي پاکستانۍ سندرغاړی ته افتخاري دوکتورا ورکړه

اکسفورډ پوهنتون نوموتي پاکستانۍ سندرغاړی ته افتخاري دوکتورا ورکړه

د انګلیستان مشهور پوهنتون اکسفورډ د پاکستان مشهور سندرغاړی راحت فتح علی خان ته د موسیقۍ په برخه کي افتخاري دوکتورا ورکړه. د نوموړی په اړه څه وخت مخکي پاکستانۍ رسنیو یو راپور خپور کړي و چي د یاد هیواد مشهور سندرغاړی ته د انګلیستان اکسفورډ پوهنتون افتخاری دوکتورا ورکوي.

 

نوموړی ته دا افتخاري دوکتورا تیره ورځ ماسپښین په اکسفورډ پوهنتون کي د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کي ورکړل سوه. راحت فتح علی خان د پاکستان مشهور ګوالي ویونکی دي، هغه د مشهور ګوالی ویونکی نصرت فتح علی خان وراره دی. یاد سندرغاړی د هندي سېنما لپاره په زیات شمیر سندری ویلي دي او هم په هندي سېنما کي ډېر مینوال لري. یاد سندرغاړی د یو داسي بډایه موسیقي ږغونکي کورنۍ څخه دی چي په سوفی او ګوالي ږغولو کي ۶۰۰ کلن تاریخ لري، راحت یو شمیر نړیوالي جایزي هم ګټلي دي او شاوخوا ۱ بیلیون مینوال لري.

راحت فتح علی خان د یادي دوکتورا د تر لاسه کولو پر مهال ویلي دي: (( زما لپاره دا د فتخار ځاي دي چي د نړۍ د مشهور پوهنتون څخه د موسيقۍ په برخه کي افتخاری دوکتورا تر لاسه کوم. دا زما او زما د کورنۍ لپاره یوه ډېره ځانګړې ورځ ده. دا زما د هغو طرفدارانو لپاره چي زما سره یي په دي سفر کي ملتیا کړي ده هم یو افتخار دی. زه ډېره خوشحاله یم چي د خپل موسیقۍ له امله داسي لوړ مقام ته رسېږم.))

راحت فتح علی خان د اووه کلنۍ څخه موسیقي پیل کړي ده او تر اوسه یي د ۵۰ څخه زیات د سندرو البومونه جوړ کړي دي، هغه په ډېرو ملي او بین المللي کنسرتونو کي برخه اخیستي ده، هغه د ۵۰ څخه د زیاتو تلویزونۍ سریالونو لپاره هم سندري ویلي او هم یي د هالیووډ او بالیووډ لپاره  د ۱۰۰ څخه زیات فلمي سندري ویلي دي.


فلمي نړۍ پاکستان
t