لوڅ راوتلی جرمنی پوليسو ته: هوا ډېره ګرمه ده!

لوڅ راوتلی جرمنی پوليسو ته: هوا ډېره ګرمه ده!

عزت الله ذکي

په داسي حال کي، چي د ګرمۍ موجونو د آروپا ځيني برخي نيولي، د آلمان یو شمېر وګړي هڅه کوي، چي په غیر معمول ډول د تودوخي سره مقابله وکړي او ځان يخ وساتي.

يو آلمانی موټرسايکل سپور، چي تازه دمه د پوليسو لخوا درول سوی، د هغو کسانو په جمله کي راځي، چي نه يې غوښتل ګرمه هوا يې په عذاب کړي، نو ځکه لوڅ لغړ پر خپل موټرسايکله په منظره راووت.

د براندنبورگ پوليسو دغه آلمانی د ډېر وخت لپاره متوقف کړ، پوليسو ويلي، دغه موټرسايکل سپور نور ټول لوڅ لپړ راوتلی و او يوازي هيلميټ يې په سر کړی و.

آلمان کي د ټولنيزو شبکو کارونکو هم ددغه طنزيه خبر د خپرېدو سره غبرګونونه ښودلي او په دې وضعيت کي پوليسو ته د موټرسايکل سپور ځوابي دليل يې نامعقول بللی، چي ويلي يې وه، هوا تر آندازې زياته ګرمه ده!

د پوليسو يوه چارواکي په دې آړه ويلي، موږ نه سو کولای، چي ددې اقدام سره مخالفت وکړو، خو موټرسايکل سپور ته مو تر ځان پټولو وروسته د سفر د دوام اجازه ورکړه.

ددغه چارواکي په خبره، په لوڅ حالت کي د موټر يا موټرسايکل چلول د قانون خلاف نه دي، خو که نور خلک ددغه حرکت څخه وځوريږي، کولای سي خپل شکايت درج کړي.

فرانسه، آلمان او د آروپا يو شمېر نورو برخو کي په تدريجي ډول ګرمي زياته سوې، چي ښايي د رواني اوونۍ تر پايه د تودوخي درجه ۴۰ ته ورسيږي او يا تر دې هم لوړه سي.



آلمان جرمني سيمه او نړۍ هر اړخيز او معلوماتي ګرمي
t