د فېسبوک مشر: فېسبوک مو د سوداګرۍ لپاره پرانيستی

د فېسبوک مشر: فېسبوک مو د سوداګرۍ لپاره پرانيستی

عزت الله ذکي

د فېسبوک عمومي مشر مارک زکربرګ د آمريکا د ۲۰۱۶م کال د درغليو ډک ټاکنيز بهير ته په اشارې ويلي، ددغه هيواد حکومت داسي وسايل لري، چي په ټاکنو کي د روسيې د لاسوهني مخه ونيسي، نه فېسبوک.

نوموړي زياته کړې، تر دغو ټاکنو وروسته حکومت ونه توانېد، چي په ټاکنيز بهير د درغليو سيګنالونه پيداکړي.

هغه دغه راز اضافه کړې، چي موږ فېسبوک د سوداګرۍ لپاره پرانيستی او په وينا يې، چي په دې وروستيو کي په فېسبوک کي د ايران په شمول يو شمېر نورو هيوادونه هم خپل فعاليتونه ګړندي کړي دي.



ساينس او ټکنالوژي سيمه او نړۍ
t