غني په پاکستان کې: له پاکستان سره جنجال نه، متقابل درناوی او ملي ګټو په پام اړیکې غواړو

غني په پاکستان کې: له پاکستان سره جنجال نه، متقابل درناوی او ملي ګټو په پام اړیکې غواړو

افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سهار پلازمېنه اسلام اباد کې د افغان کډوالو، محصلینو، ښځو او تاجرانو استازو سره په کتنه کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

ارګ وایي په دې لیدنه کې ګډونوالو له افغان ولسمشر ته هرکلی او ترڅنګ د زده کړو، هیواد ته د ستنېدو، پاسپورټونو، سوداګرۍ، سولې، د محصلینو د تحصیلي ویزو، ټرانزیټ، د پانګونو د لېږد او نورو برخو کې خپلې ستونزې او غوښتنې له ښاغلي غني سره شریکې کړې.

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ ویناوالو د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې د جمهوررئیس لاسته راوړنې او هلې ځلې وستایلې، جنګ او ناامني یې د افغانانو عمده ستونزه او هیواد ته د دوی د ستنېدو پر وړاندې لوی خنډ وباله او په ټينګار سره یې وویل، ټول افغان کډوال په ډېره بې صبرۍ په هیواد کې د تلپاتې سولې تامین ته شیبې شماري.

ولسمشر غني له کډوالو مننه کړې او ورته یې ویلي چې افغان کډوال یې تل په یاد دي او وړاندیزونو او غوښتنو ته به رسیدګي وشي.

دی وايي، له خپل سهم څخه به پنځه سوه کسان حاجیان افغان کډوالو ته بیت الله شریف ته د حج فریضې ادا کولو لپاره ورکړي.

محمداشرف غني زیاته کړې:

«زه چې څلرویشت کاله له هیواده لیرې وم ، نو د کډوالو ستونزې ښې درک کوم، هیڅوک تاسو ته نشئ ویلی چې دلته زېږېدلي یاست او افغانستان به مو ونه مني، تاسو افغانان، زموږ وجود او لویه پانګه یاست او د هیواد غېږ تل ستاسو راتګ ته پرانیستې ده.»

ولسمشر ګډونوالو ته ویلي چې، اوس فضا بدله شوې، د پاکستان لومړي وزیر راته وویل، چې د لومړي ځل لپاره یې افغان کډوالو ته د بانکي حسابونو د پرانیستلو حق ورکړی، د افغانستان او پاکستان تر منځ اړیکو کې د ښه والي راتګ سره به د افغان کډوالو ستونزې نورې هم کمې او حل شي.

د نوموړي په وینا؛ عمران  خان او نورو پاکستاني مقاماتو ورسره په کتنو کې منلې چې د افغانانو باروړونکو لاریو او صادراتو ته به د واګه – اتاري لارې هند ته د تللو اجازه ورکړي او همدارنګه به د افغانستان له لارې پاکستان د منځنۍ اسیا هیوادونو سره ونښلول شي.

ښاغلي غني زیاته کړې:

«موږ تورخم نه دی تړلی، دوی زموږ تاجرانو ته ستونزې ایجادولې، کراچۍ کې یې د افغان تاجرانو مالونه ځنډول، مګر موږ نورې بدیلې لارې پرانیستې، اوس به پاکستان په خپله د کراچۍ او نورو لارو ستونزې حل کړي.»

ولسمشر غني ولې اوس پاکستان ته لاړ؟

نوموړې په خپلو خبرو کې هم دې سوال ته ځواب ویلی دی.

نوموړي زیاته کړې:

«د پاکستان د مسلسلو غوښتنو او بلنو باوجود دوه کاله رانغلم، مګر د سولې مشورتي لویې جرګې په غوښتنه او وړاندیز دادی راغلم، تر څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ نورمال اړیکې او د اعتماد فضا رامنځته شي، ځکه خپلواک، پرمختللی او باثباته افغانستان د پاکستان او د سیمې د  ثبات لپاره هم ګټور دی.»

دی وايي له پاکستان سره  دعوه او جنجال نه غواړی، خو له پاکستان سره ملي خپلواکۍ ته په متقابل درناوي او ملي ګټو ولاړې اړیکې او مناسبات غواړي. هغه په ټینګار سره ویلي، افغانان نه چاته په ننواتې ورځي او نه یې هم څوک حقونه تر پښو لاندې کولی شي.

ولسمشر غني په خپلو خبرو کې افغان سولې ته هم اشاره کړې.

ده تلپاتې او باعزته سولې ته په اشارې ویلي، موږ سیاسي حل لارې ته چمتو یوو، خو د دې لپاره  نه چې طالبان زورور دي، بلکې په هیواد کې د جنګ، ناورین او د خپلو خلکو د ستونزو د ختمولو لپاره.


غني، پاکستان، لیدنې
t