ولسمشر غني: د دې وخت دی چې پر سوداګرۍ تمرکز وکړو

ولسمشر غني: د دې وخت دی چې پر سوداګرۍ تمرکز وکړو

ولسمشر غني ته د خپل رسمي سفر په دویمه ورځ نن غرمه د پنجاب ایالت مرکز لاهور ته ورسېد او د یاد ایالت مقاماتو ورته علامه اقبال لاهوري هوایي ډګر کې تود هرکلی ووایه.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، وروسته د هیواد جمهوررئیس او د پنجاب ایالت والي (ګورنر) عثمان بزدار د سوداګرۍ، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې په دوه اړخیزو همکاریو هراړخیز بحثونه وکړل.

همدارنګه د هیواد جمهوررئیس د ماسپښین لمانځه له اداکولو وروسته  په هغه مېلمستیا کې ګډون وکړ چې د پنجاب ګورنر د ده او ورسره پلاوي په ویاړ برابره کړې وه.

جمهوررئیس غني د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د ننګونو او فرصتونو او د سیمه ییز اتصال اجنډا د بیانولو  په موخه د پنجاب له تاجرانو، پانګوالو، فابریکه لرونکو او صنعتکارانو سره چې د دغه ایالت په مقر کې راټول شوي و، ګډون وکړ.

«په پیل کې د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د جغرافیایي موقعیت او د سیمې سوداګرۍ کې تاریخي ارزښت ته په اشارې وویل، افغانستان د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د وصلولو لازم ظرفیتونه لري او له مرکزي اسیا سره افغانستان ایجاد کړې  اړیکې په سیمه ییز اتصال کې ګټورې ثابتېدلی شي.»

جمهوررئیس غني د پنجاب تاجرانو او پانګوالو ته وویل، افغانستان ته د یو ملي بازار نه، بلکې د بین المللي بازارونو د پلاټفورم په سترګه وګورئ، ځکه افغانستان د وچو بندرونو، اورګاډي پټلۍ او مواصلاتي لارو د منځنۍ اسیا هیوادونو او اروپایي بازارونو سره وصل دی.

«د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، افغانستان له مرکزي اسیا سره د انرژي بازار ایجاد کړی او تر راتلونکو دوه کالو د افغانستان کلي د برښنا سراسري شبکه کې د اتصال له لارې د برېښنا خاوند کېږي. هغه زیاته کړه، ۵۰ زره میګاواټه برېښنا له مرکزي اسیا څخه د افغانستان له لارې د انتقال وړ ده چې پاکستان کولای شي له ګټه اخیستونکو څخه اوسي.»

جمهوررئیس د افغانستان قوانینو کې د تعدیلاتو او تغیراتو راوړلو، قضا او څارنوالۍ کې اصلاحاتو، فساد سره مبارزې او د ځمکو چارو منسجم کولو ته په اشارې وویل، په افغانستان کې د پانګونې لپاره ښې زمینې برابرې شوې دي.

د هیواد جمهوررئیس زیاته کړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ د بې اعتمادي فضا او د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې توافقاتو ته نه پابندي د دې لامل شوه، چې سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې زیاتې شي.

هغه څرګنده کړه، اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې د تورونو لګول پرېږدو او د سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال پر اجنډا تمرکز وکړ او د دواړو هیوادونو ګډې کمېټې پر هغو ننګونو چې دمخه لېست شوي، بحث وکړي، ترڅو مناسبې حل لارې ولټول شي.

د دې بحث په پای کې جمهوررئیس غني د پنجاب تاجرانو او پانګوالو ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي او له افغان تاجرانو سره په ګډه پر تجاري او اقتصادي مسایلو بحث وکړي.

وروسته جمهوررئیس غني او ورسره  لوړپوړی دولتي پلاوی په عالي تشریفاتي مراسمو د علامه اقبال لاهوري مزار ته ولاړاو د هغه پر مزار یې د ګلونو ګېډۍ کېښوده.




t