د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ د ودې د یوې پروژې چارې پیل شوې

د ۱۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بڼوالۍ د ودې د یوې پروژې چارې پیل شوې

د «بڼوالۍ ځنځیري ارزښت پراختیا» د پروژې چارې نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی له خوال پیل شو. دغه پروژه د زېربناوو د ودې او ښه کولو او د بڼوالۍ د محصولاتو د ځنځیري ارزښت په موخه د شپږو کلونو په ترڅ کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلي کیږي.

ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل:

 «د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي کړن لارې پربنست ددې پروژې له لارې زمونږ د ګران هېواد افغانستان په ۱۱ ولایتونو «کابل، میدان‌وردګ، غزني، پکتیکا، پکتیا، خوست، لوگر، ننگرهار، بامیان، کنړ او لغمان» کې د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت په برخه کې د شپږو کلونو په ترڅ کې ۱۵۰ میلیونه ډالر لګول کیږي.» دغه پروژه په دوو درې کلنو پړاوو نو «هر پړاو د ۷۵ میلیونه ډالرو» په ارزښت پلي کیږي.

د کرنې وزیر زیاته کړه:

 «زه په ډاډ سره ویلی شم، چې ددې پروژې په پلي کېدو سره به مو تولیدات ډېر، معیاري او د محصولاتو بیې به لوړ شي. په ورته وخت کې د ملي اقتصاد د ودې او سوداګریز بیلانس په برخه کې هم رغنده رول لري او تر ټولو مهمه دا چې ځوانانو او مېرمنو ته په کې د کار زمینه برابریږي.»

دغه پروژه، چې په افغانستان کې د بڼوالۍ د ودې او پراختیا په برخه کې کار کوی، د اسیایي پراختیایي بانک له خوا تمویلیږي.

ښاغلی درانی وویل، چې یاده پروژه به د متوازن اقتصاد د ودې او ټیکاو په برخه کې اغېزناک تمام شي، چې عمده اغېزې به یې د بڼوالۍ د تولید د معیاري کولو ترڅنګ د بڼوالۍ محصولاتو ته بازارموندنه او د محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې وی.

د کرنې وزیر وویل:

«ددې پروژې په پلي کولو سره دوه مهمې موخې تعقیبوو، چې لومړی یې د زېربناوو وده او ښه کول او د بڼوالۍ د محصولاتو ځنځیري ارزښت لوړول او دویم یې د بڼوالۍ دمحصولاتو د صادراتو د پراختیا په پار ملي وړتیاوې لوړول دي.»

په پام کې ده، چې ددې پروژې له لارې د بازارموندې په برخه کې د وړتیالوړولو له لارې سیمه ییز سوداګرۍ ته وده او پراختیا ورکړل شي، د تطبیقي څېړنو او د غوره کرنیزو توکو په استفادې سره د کرنیزو محصولاتو تولید عصري شي، عصري اومدرنې ګلخونې جوړ شي، د کرنې په برخه کې کرنیز تاسیسات جوړ شي، د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو ته وده ورکړي او تر ټولو مهمه داچې دغو محصولاتو لپاره سوداګریز نوم یا (برنډ) جوړ کړي.

ښاغلی درانی وویل، که زمونږ د بڼوالۍ محصولات «برنډ» شي، دا به په نړیواله کچه د افغانستان د بڼوالۍ محصولاتو له بازارموندنې سره لویه مرسته وکړي.

ددې پروژې په لومړی پړاو کې د سبو او مېوو د بسته بندی او پروسس مرکزونه جوړول، د کرنیزو محصولاتو د بسته بندی په پار د ماشینونو او توکو تدارک او چمتو کول، عصري سړې خونې یا « Controlled Atmosphere» جوړول، د محصولاتو د کیفیت د تضمین په پار د پروسس په مرکزونو کې لابراټوارونه نصبول، ددې لپاره چې د سوداګر محصولات د کیفیت او روغتیا له پلوه ډاډمن شي، کرنیزو متشبثینو ته نړیوال اسټنډرډونه او سندونه ورپېژندل او د انساجو د کښت « Tissue Culture» لابراټوارونه ایجادول او د کچالو د تولید لپاره د کلونل « Micro-Propagation» رېښو کرکېله شامل دي.

ددې پروژې په دویمه برخه کې، هغه فرعي کارونه چې بزګرانو لپار ځانګړې شوي دي عملي کیږي. په دې برخه کې عصري ګلخونې جوړول، د پیازو او کچالوو لپاره صفر انرژۍ سړې خونې جوړول، د متراکمو بڼونو احداث، د انګورو بڼونو چیله بندي او احداث، ممیزخونې جوړول، له اوبیزو سرچینو څخه موثره ګټه پورته کول، بزګرانو لپاره د دوی د کرنیزو ځمکود خړوبولو په پار حوضونه جوړول او همداراز د څاڅکي اوبولګولو عصري سیسټمونه جوړول دي.

هغه ۱۱ ولایتونه چې په دې پروژه کې شامل دي تر دې وړاندې ورته د بڼوالۍ د محصولاتو په برخه کې کافي معیاري چوپړونه وړاندې شوي نه دي. ددې پروژې په پلي کېدو سره ددغو ولایتونو بزګران ملي او نړیوالو بازارونو سره نښلول کیږي او دغه راز د دوی د بڼوالۍ د محصولاتو ظرفیت به هم د پام وړه وده وکړي.

د پروژې د دوامداره پلي کېدو په پار د فرعي پروژو په تمویل کې د متشبثینو ونډه ۵۰ سلنه اود بزګرانو ونډه ۲۰ سلنه ده. په پای کې باید وویل شي، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو برخو کې د اسیایي پارختیا بانک له مرستو مننه او قدرداني کوی.

په همدې حال کې ددې پروژې په پرانیست غونډه کې یو تن بزګر حاجي رحمت ګل وویل، چې په دې وروستیو کلونو کې د هېواد په کچه د کرنې د ودې او پراختیا په موخه پراخ فعالیتونه تر سره شوي دي. حاجي رحمت ګل چې د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی دی وویل، بزګران اوس په دې پوه شوي دي، چې دوی یو وزارت او ملاتړ کوونکی نهاد لري.

هغه کرنیزو محصولاتو زیاتوالي ته په اشارې سره وویل: «۲۰ کاله مخکې د سروبي په ولسوالۍ کې مونږ ۱۵ بڼونه درلود خو الحمدالله نن ددغو بڼونو شمېر سلګونو بڼونو ته رسېدلي دي. دا د کرنې وزارت یو پرمختګ او دکړنو پایلې دي.»

یاد بزګر په ټینګار سره وویل، دمګړۍ د سروبي ولسوالۍ کولای شي، چې د کابل د نیمایي ښاریانو د اړتیا وړ سابه چمتو کړي. هغه دغه راز د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې یو شمېر ستونزو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه، چې اصلاح شویو نیالګیو او تخمونو ته د بزګرانو لږ لاس رسی، کرنیز ټکنالوژۍ ته نه لاس رسی او کرنیزو محصولات پلور ته د بازار نه شتونه ددغو ستونزو یوه برخه ده.

په ورته وخت کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد درانی وویل، د کرنې وزارت په پام کې لري، چې روان کال د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوی سرو د وېش کچه ۵۰ سلنه زیات کړي.




t