دسونم (Khoobsurat) فلم؛ وایي هیڅ یو هیرو نه غوښتل ورسره کار وکړي

دسونم (Khoobsurat) فلم؛ وایي هیڅ یو هیرو نه غوښتل ورسره کار وکړي

د بالیووډ ښکلې ستورې او د بالیووډ د نوموتي سېنمايي ستوری انیل کپور لور سونم کپور ادعا کړي چي هیڅ یو هیرو ونه غوښتل له هغې سره په (Khoobsurat ) فلم کي کار وکړي.  سونم همدرانګه په دي هکله چي ښځینه فلمونه لکه (Aisha) او(Khoobsurat ) جوړول څومره ورته سخت وه هم خبري کړي دي.

سونم د فلم فیر سره په یو مرکه کي وویل:(( زه نه سم کولای په دي هکله توضیح درکړم چي (Aisha) فلم جوړول څومره سخت و، آیا تاسو پوهېږي چي د (Khoobsurat) فلم لپاره مي څومره کوښښونه وکړل، هیڅ یو اداکار  نه غوښتل له ما سره کار وکړي. سونم د دې علت د فلم عنوان یاد کړي دي چي کیدای سي د فلم د اداکارانو نه خوښیده. هغه وايي، نو ما باید فواد خان له پاکستان څخه راغوښتي وايي، هغه یو لوی اداکار دي او اعتماد په نفس لري.))

نوموړی چي تازه يي په یو هندي فلم (Ek Ladki Ko Dekha Toh Aisa Laga) کي د یو همجنس بازي په رول کي کار وکړ چي د نوموړې تر څنګ یي پلار انیل کپور، چیوچاولا، راجکمار رای، اکشی اوبرای او رګینا کساندرا هم کار کړي چي د طمي خلاف ښه ونه ځلید او د ناکامي سره مخامخ سو.

پاته دي نه وي چي په (Khoobsurat) فلم کي د سونم سره پاکستانۍ اداکار فواد افضل خان کار کړي دي.



بالیوود فلمي نړۍ
t