ميرزايي خبريالان او ليکوالان// پنځمه برخه:

ميرزايي خبريالان او ليکوالان// پنځمه برخه:

ليکوال: عبدالنافع همت
۱: درې سوه زره، درې زره او څلور سوه افغانۍ
که څه هم يو شمېر لوستي او ښاري خلک به په دې حساب پوه سي، که چاپي متن وي بيا هم مشکل نه پېښېږي، خو که دا شمېرې د راډيو يا ټلوېزيون له لاري په راپور کي يادي سي عام خلک نه ورباندي پوهېږي. څرنګه چي ژبه د ولسي تړون په نتيجه کي جوړېږي، په ولس پوري اړه لري، د ولس لپاره ويل کېږي، ولس يې پالي او ولس تغيرات پکښي راولي، نو بايد د رسمي او ميرزايي ژبي پر ځای د ولس ژبه وکاروو. د عددونو په اړه
( لک) کلمه که څه هم په رسمياتو کي نه استعمالېږي خو ټول خلک ورسره بلد دي او روښانه مانا لري، بله ګټه يې دا ده چي جمله هم لنډوي، مثلا پورته عددونه داسي لنډولای او اسانه کولای سو. (( درې لکه، درې زره او څلور سوه افغانۍ)). البته که عدد لسو لکو ته پورته سي او بيا ملينونه ياد سي خلکو ته اسانه کېږي، خو په يوه جمله کي دوه واره زرګونه او سوونه عددونه ويل د اورېدونکو او ليدونکو ذهن ګډوډ کوي. عام په تېره بيا کليوال خلک وايي: په درې سوه لکه افغاني مي جايداد رانيو، پروسږکال کي په کاروبار کي يونيم سل لکه افغانۍ تاوان وکړ.

۲: د بدخشان ولايت لپاره د سيمه ييزي اقتصادي پراختيا پلان په لاره واچول سو – پلان انکشاف اقتصادی منطقه یی برای ولایت بدخشان براه انداخته شد. دا جمله هم له فارسي څخه کټ مټ ترجمه سوې او په پښتو کي لنډ عمر لري. کله چي څوک دا جمله اوري، نو فکر کوي چي پلان د ساختماني موادو شکل لري او پر لاره شيندل شوی دی لکه خاوره، جغل، رېګ او داسي نور ساختماني مواد. دا جمله اوږده ده، ولسي ريښه نه لري او يوه روښانه مانا هم نه ورکوي، کېدای سي ووايو چي(( د بدخشان ولايت لپاره د سيمه ييزي اقتصادي پراختيا پلان جوړ سو)). البته که پلان عملي سوی وي، نو ويلای سو چي پلان پلی يا عملي سو.

۳: د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی – خشونت عليه زنان
که څه هم دا جمله په دې ورځو کي ډېره کارول کېږي او لوستي خلک ورسره بلد دي، خو بيا هم ولس يې نه کاروي. موږ او تاسي ټول د ښځو له ژوند سره بلد يو، د ښځو خوارۍ، ديدنۍ او ګيلې مو اورېدلي دي، کله چي يوه ښځه پلار، مور، ورور، قاضي يا بل مشر ته د خپل مېړه، خواښي، يور، اندرور يا بل چا څخه شکايت کوي نو ډول ډول ولسي ترکيبونه او جملې کاروي، مثلا وايي: زور زياتی راسره کوي، ظلم راسره کوي، بدرد رته وايي، وهي ترټي مي، وږې تږې مي ساتي، د خپلوانو کره مي نه پرېږدي او داسي نوري لسګونه ولسي جملې او ترکيبونه لري چي هره جمله يې د تاوتريخوالی په حالت پوري اړه لري. ايا تاسي د کومي کليوالي ښځي له خولې اورېدلي چي فلانی تاوتريخوالی راسره کوي؟

۴: (موندني، يافته ها، Findings)
دا کلمه تر ډېره حده د سروې او څېړنو په راپورونو کي کارول کېږي. پخوا په پښتو ژبه کي ميرزايانو او ولس دواړو د ( نتايج يا نتيجو) کلمه کاروله چي اوس يې هم د امتحانونو لپاره کاروي او ټول ولس ورسره بلد دی، خو له کومي ورځي راهيسي چي په افغانستان کي نادولتي ډولنو فعاليت پيل کړی، نو له انګليسي څخه د (فانډينګ) کلمه لومړی فارسي او بيا ځینو ميرزايي خبريالانو او ترجمانانو له انګليسي ژبي څخه ژبي پښتو ته په پټو سترګو راژباړلې ده. مثلا وايي چي: يافته سروی راجع به دوره شانزدهم ولسي جرګه نشان ميدهد که مردم از وکلای خود ناراض هستند. کېدای سي دا جمله په پښتو کي داسي ووايو: د ولسي جرګې د شپاړسمي دورې په اړه يوه څېړنه ښيي چي ولس له خپلو استازو څخه خوښ نه دی.

۵: د خدمت کولو مصدر وګرځي – مصدر خدمت ګردد.
دا جمله هم له عربي او وروسته له فارسي څخه ټکي په ټکي راژباړل شوې ده. که کليو، بانډو او ولسونو ته ورسو، نو هيڅوک نه وايي چي زوی مي د دې لپاره مکتب ته استولی چي په راتلونکي وخت کي د ولس لپاره د خدمت مصدر وګرځي، خلک وايي چي: (( ولس ته خدمت وکړي، د خلکو په ښه ورسي، د ولس په درد وخوري، د ولس لاسنيوی وکړي، د ولس سترګي په لوړي سي)).


ليکني او ژباړي ځانګړی کالم

تبصره وکړئ

avatar
t