د غزني د بایسکل ځغلوني ټيم د سولي له پیغام سره کابل ته ولاړ

د غزني د بایسکل ځغلوني ټيم د سولي له پیغام سره کابل ته ولاړ

د بایسکل ځغلوني په دې لوبډله کي ۶ لوبغاړي شامل دي.

د بایسکل ځغلوني دا لوبډله د پنجشنبې په ورځ د غزني ولایت څخه د سولي له پيغام سره کابل ولایت ته ورسېده، چي هلته د افغانستان د بدني روزني په عمومي ریاست کي ورته ځانګړي مراسیم نیول سوي وه.

د افغانستان د بدني روزني عمومي ریاست مشر حفیظ الله ولي رحیمي ددې لوبغاړو د احساس قدردانی وکړ او زیاته ئې کړه، چي ورزش د سولي په پرمختګ کي مهیم رول لري.

د رحیمي په خبره، چي ورزشي لوبغاړي کولای سي د سولي ږغ تر نړیوالو ورسوي.

د یادولو وړ ده، چي د بایسکل دا لوبډله د بلخ ترڅنګ یو شمېر نورو شمالي ولایتونو ته د سولي د پیغام سره سفرونه کوي.

صابر حمیدي

 



بایسلکل ځغلونه
t